د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

نړېوالو رسنیو په کابل کې د پرونۍ حملې په اړه مطالب خپاره کړي


اکثرو لوېديځو ورځپاڼو په کابل کې پر پرونۍ ځان وژونکي حملې تمرکز کړى چې د څو بهرنيانو په ګډونيې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله او مالي زيانونه اړولي دي.

وال ستريت ژورنال:

د امريکا چاپ والس ټريت ژورنال ورځپاڼه ليکي؛ په کابل کې پرونۍ ځان وژونکې حملې د بهرنيانو د موټرو کاروان په نښه کړى.

د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب اله دانش ورځپاڼې ته ويلي؛ د چاودنې غږ د ښار په زياتو برخو کې اورېدل شوى دى.

ګارډين:

له بريتانيا خپرېدونکې ګارډين ورځپاڼې هم په کابل کې پر پرونۍ حمله يوه ليکنه خپره کړې او وايي؛ په دې حمله کې د ملکي افغانانو تر څنګ ځينې بهرنيان هم وژل شوي چې بهرني قرارداديان ګڼل شوي دي.

ګارډين ليکي د بهرنيانو د موټرو کاروان د شينوزاده په نوم کلنيک ته نژدې د تېرېدو په حال کې و چې حمله ورباندې وشوه او د ورځپاڼې په حواله په نتيجه کې يې شا و خوا ٦٠ کسان ټپيان شوي او تر لسو زيات وسايط ويجاړ شوي دي.

د کابل د امنيې قوماندانۍ د جنايي تحقيقاتو مشر فريدون عبيدي ويلي چې د دې پېښې په اړه تحقيقات پيل شوي دي.

ګارډين ليکي، وسله والو طالبانو په وروستيو اوونيو کې د خپل مشر ملا محمد عمر د مرګ د اعلان له کبله د دې ډلې په مشرتابه کې تر ولاړ شوي کړکېچ وروسته په کابل کې د افغان دولت پرضد درنې حملې پيل کړې دي.

اکسپرس ټربيون:

له پاکستانه خپرېدونکې ورځپاڼې اکسپرس ټربيون په خپله تازه ګڼه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړيکو ته کتنه کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي: د پاکستان پرضد د افغانستان د عالي رتبه چارواکو څرګندونو د اسلام اباد هغو هڅو ته جدي زيان اړولى چې غواړي له کابل سره د ښه ګاونډيتوب اړيکې ولري.

د ليکنې د ليکوال په باور، د دغو تور لګولو تر ټولو خواشينوونکې برخه دا ده چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړيکې زيانمنوي.

ورځپاڼې د افغانستان د اجرائيه رياست د دفتر د رئيس خبرو ته اشاره کړې، چې ويلي يې دي، که پاکستان تروريستان ونه ځپي، کابل به مجبوره شي، د نړيوالې ټولنې په مرسته، تر ډيورند کرښې هاخوا د تروريستانو پناه ځايونه په نښه کړي.

اکسپرس ټربيون ورځپاڼې راپور ورکړى، چې پاکستان افغانستان ته ورکول کېدونکي تحصيلي بورسونه هم ځنډولي دي، ځکه د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د افغان محصلانو امن نه شي تضمينولاى.

ليکوال د ليکنې په پاى کې وړانديز کوي، که د پاکستان رهبران غواړي د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو پاليسي پرمخ بوځي، بايد د کابل اندېښنو ته هم غوږ ونيسي، ځکه د ورځپاڼې په حواله که تاوتريخوالى په افغانستان کې روان وي، پاکستان به هم ارام نه وي.

XS
SM
MD
LG