د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

په کابل کې د ۶ میلیونو خلکو لپاره ۴۰ تشنابونه


د ښاروالي مسوولين وایي چې دوی یوازې د کابل په ښارکې ۴۰ تشنابونه جوړکړي دي؛ دا تشنابونه په هغو سیمو کې دي چې هلته د خلکو تګ راتګ ډېر وي؛ خو بله خوا بیا عام خلک په تېره هغه کسان چې له کلیو او بانډو څخه ښار ته راځي شکایت کوي او وایي چې په ښار او بازار کې تشنابونه کم دي یا هم په ځینو سیموکې هېڅ نشته له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

موږ د خلکو شکایتونه د کابل ښاروالي د پالیسي او پلان له مرستیالانجینر محمد یاسین هلال سره شریک کړل؛ هغه وویل چې دوی هم دا مني چې په کابل ښار کې نظر د خلکو ګنې ګوڼې ته ۴۰ تشنابونه کم دي؛ خو ښاروالي د تشنابونو د جوړولو لپاره ځمکه نه لري.

د پغمان اوسېدونکی ابراهیم خیل وایي؛ ځینې کسان سره له دې چې تشناب ورته نژدې هم وي؛ نه ورځي، داسې ځای کې رفع حاجت کوي چې لویه لاره وي.

په ښار او بازارکې عامه تشنابونه د عامو خلکو د ضرورت د رفع کولو لپاره وي؛ که چېرې د هغو وسایل خراب شي؛ د پاکي خیال یې ونه ساتل شي؛ نوزیان یې بېرته همدې عامو خلکوته رسیږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:27 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG