د ۱۹۶۳م کال د نوامبر په دوه ویشتمې د امریکا جمهور رییس جان اف کنېډي په ۴۶ کلنۍ په ډالاس ښار کې ووژل شو. د عکسونو دغه ګلري د جان اف. کنېډي د ژوند ځینې شیبې انځوروي او په دې کې د ده مور او پلار، ماشومانو، د ۱۹۶۰ کال انتخاباتي کمپاین او په ډالاس ښار کې د ده ترور او جنازې د مراسمو تصویرونو لیدلای شئ.
د جان اف کنېډي ژوند په تصویرونو کې

۱۱
جان اف. کنېډي د المان په شوینبرګ ښار (Schoeneberg ) په مرکزي هال کې د وینا پرمهال، دلته ده خپله مشهوره بیانیه "زه یو برلینی یم" ورکړه. ۲۶ جون ۱۹۶۳.

۱۲
جمهور رییس جان اف. کنېډي او مېرمن یې ژاکلین کنېډي په ډالاس ښار کې پر ده له برید څخه څو شیبې مخکې. جان اف. کنېډي د ۱۹۶۳ کال د نوامبر په ۲۲مه د ډالاس کې ترور شو.

۱۳
د جان اف. کنېډي د جنازې مراسم د سن ماتیو کاټدرال په کلیسا کې ترسره شول. ویر کوونکو په سپینې ماڼۍ کې هم د احترام مراسم ترسره کړل. د نوامبر ۲۵مه ۱۹۶۳.

۱۴
د جان اف. کنېډي مېرمن ژاکلین کنېډي د له خپلو دوو ماشومانو کارولین او جان جونیر، د کنېډي ورونو اډوارډ او رابرټ سره د جان اف. کنېډي د جنازې په مراسموکې. ۲۶ نوامبر ۱۹۶۳.