د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

اداري فساد له ترهګرۍ هم زیات زیان اړوونکې بلل شوې


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ په هېواد کې د اداري فساد په ستونزې او د هغې په وړاندې روانو هڅو ته کتنه کړې.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې اداري فساد له ترهګرۍ هم زیات زیان اړوونکې بللې او لیکلي، چې په هېواد کې د هر ډول پرمختګ مخه نیولې ده.

ورځپاڼه لیکي، چې نړېواله ټولنه په پام کې لري، چې د توکیو په راتلونکې کنفرانس کې له افغانستان سره د خپلو مرستو لپاره ځینې مهم شرایط وړاندې کړي، چې د اداري فساد له منځه وړل یی مهمه برخه ده.

د ورځپاڼې په وینا افغان ولسمشر غواړي، چې د توکیو له کنفرانس مخکې د هېواد د درې ګونو قواو یوه غونډه جوړه او په کې په دې اړه د نړېوالې ټولنې اندیښنو ته ځواب ومومي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د اداري فساد موجوده حالت خورا خطرناکه بللې او لیکلي، چې په نورو ټولو برخو د اغیز ترڅنګ نږدې ده، چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه هم له ماتې سره مخامخ کړي.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم ولسمشر کرزي د ښی حکومتدارۍ لپاره چانس له لاسه ورکړې، خو بیا هم د هېواد له درې ګونو قواو څخه ژمنه اخیستل په دې برخه کې له ولسمشر سره مرسته کولای شي او لږ تر لږه د سیاسي ثبات لپاره یو لاسوند ترلاسه کولای شي.

ورځپاڼې په نهایت کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره د نړېوالې ټولنې مرسته ضروري بللې او لیکلي، چې افغان حکومت باید د دې کار لپاره له نړېوالې ټولنې سره په ګډه ځینې ادارې رامنځ ته کړي.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې افغانستان د اداري فساد له کبله د نړېوالو تر سختو انتقادونو لاندې او دا ستونزه کولای شي، چې د نړېوالو مرستو مخه هم ونیسي.

ورځپاڼې لیکلي، چې په هېواد کې د اداري فساد دوام به یو بل ناورین وزیږوي او بلاخیره به ولس د زورواکو او چارواکو په وړاندې ودروي او له دې امله دا مهال هم ګڼ خلک د مخالفینو لیکو ته ورغلي دي.

ورځپاڼه لیکي، چې تر هغو، چې زورواکي له حکومت څخه و نه ایستلې شي، ددوی له خیټو د خلکو جایدادونه و نه ایستلې شي او مفسدین په علنې ډول محاکمه نشي، یوازې د خبرو له لارې فساد له منځه نشي تلای.

ورځپاڼې په نهایت کې د فساد پر ضد جدي مبارزه، له یو بل کورني جنګ څخه د هیواد د ژغورلو یوازې لار بولي او وایی، چې پدې توګه د هیواد د پرمختګ زمینه هم برابریدای شي.

محور:

محور نا دولتي ورځپآڼې بیا د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ځینو چاروکو په حواله په ځینو عدلي او قضایی ادارو تور لګولې، چې د قانون د پلې کولو په وړاندې بې پروا دي او د زورواکو پلوي کوي.

ورځپاڼې ددې ادارې د مشر ډاکټر عزیز لودین په حواله لیکلي، چې په هیواد کې قانون یوزاې عام خلک نیولې او تر عدلي تعقیب لاندې راوستلې شي، نه زورواکي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د ډاکټر عزیزاله لودین په حواله په غټو ټکو سره لیکلي، چې په افغانستان کې قانون یوازې د عادي خلکو لپاره دې، د زورواکو لپاره نه.
ورځپاڼې دده په حواله لیکلي، چې د اسماعیل خان دوسیه پنځه کاله مخکې لویی څارنوالۍ ته استول شوې، خو تراوسه پورې دې ادارې کوم کار ندې کړې.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپآڼې بیا لیکلي، چې ډاکټر لودین ځینې هغه اسناد هم وښودل، چې پکې اتو وزارتونو دا تایید کړې، چې د مجید زابلي کور اسماعیل خان او سرای یی د هرات ښاروال محمد سلیم تره کي غصب کړي دي.
XS
SM
MD
LG