د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

د کاپي رایټ د ستونزې مخنیوی به څنګه او څوک کوي؟


یو شمېر خبریالانو او د رسنیو چارواکي وايي، په افغانستان کې کاپي رایټ یا د خپریدو او چاپ حق په پراخه کچه تر پښو لاندې کیږي او ځینې رسنۍ پرته له دې چې د نورو راپورونه او مطالب پرته له دې چې د اصلي سرچینې نوم یې ‌ذکر کړي، خپروي.

د پژواک د خبري اژانس مشر، دانش کړوخیل وايي، د دې ستونزې اساسي علت دا دی چې د کاپي رایټ قانون په جدي توګه نه پلي کیږي.

ښاغلی کړوخیل وایي، که څه هم هره ورځ د پژواک د ویبپاڼې مطالب د دوي د خبري اژانس د نوم له ذکر کولو پرته په هېواد کې د دننه او بهر د ځینو رسنیو له خوا خپریږي، خو داسې څوک نشته چې مخه یي ونیسي:

د پژواک خبري ازژانس که خبرونه دي، که راپورونه دي او که تحقیقي څېړني دي، دا نه یوازې په بله بڼه اړول شوي، بلکې کټ مټ خپاره شوي دي او یوازې د پژواک نوم ترې ایستل شوی، په دغه برخه پژواک ډېر متضرر شوي.

که په فیصدي لحاظ ووایم، دا په دعوی سره ویلی شم، چې هره ورځ د پژواک له ۹۵ فیصده خبرونو رسنۍ ناوړه ګټه پورته کوي.

په اروپايي هېوادونو کې داسې ډېرې معتبرې ورځپاڼې شته چې هغه هره ورځ د پژواک عکسونه اخلي.

د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي استاد پوهنمل ذبیح الله حیدري هم په دې باور دی، چې د ټولنې هر هغه غړی، چې د ژورنالیزم، هنر، ادبیاتو، تکنالوژی او نورو برخو کې په خپل نوښت یو څه را منځ ته کوي، نو باید د رامنځ ته شوې نوښت د خپریدو حق یي خوندي وي.

خو نوموړي وایي، چې په افغانستان کې د کاپي رايټ د قانون نه پلي کېدل او په دې برخه کې د نړېوالو کنوانسیونونو نه غړیتوب د دې لامل شوی، چې دا مسله په افغانستان کې مراعات نه شي.

ښاغلي حیدري وایي، چې دی هم له دې ډول ستونزې سره مخ شوی:

"یو اثر چې ما په هغې باندې علمي ترفې وکړه او په کابل پوهنتون کې یي قانوني پړاونه هم ترسره شوي وو، د افغانستان په یو ولایت کې چا په پښتو ژبه ژباړلي او په خپل نوم یي کړي دي."

اوس مهال په افغانستان کې ۱۲۰ راډیو ګانې، پنځه دیرش ټلویزیونونه او له زرو څخه زیاتی چاپي رسنۍ فعالیت لري.

خو د یو شمېر خبریالانو او لیکوالانو په وینا، یو شمېر دا رسنۍ، په ځانګړي توګه، ورځپاڼې او اونیزي، دا ډول سرغړونې ډیرې کوي.

د ماندګار ورځپاڼې مسول مدیر نظري پریاني دا کار، یوډول غلا او د ژورنالیزم د اوصولو خلاف بولي:

"دا ښه اخلاق نه دی کله چې موږ د یوې مرجع یو ځانګړی رپوټ خپور کړو او نوم یي وانه خلو، چې دا راپور مو له دې منبع څخه تر لاسه کړي دی.

نو دا یو نا ځوانه کار دی."

زیاتره وخت یو شمېر چاپي رسنۍ د ازادۍ راډیو مطالب، راپورونه او خبرونه هم د دې راډیو له ویبپاڼې څخه اخلي او پرته له دې چې د ازادۍ راډیو نوم ورسره ذکر کړي په خپل نوم یې چاپوي، خو بالاخره د دې ستونزې مخنیوی به څنګه او څوک کوي؟

د سویلي اسیا د ازادو رسینو د انجمن مسول ضیا بومیا په دې اند دی، چې یو شمېر رسنۍ د خبریال د نه درلودلو او یا هم له دې امله دا کار کوي چې پيسې یې مصرف نه شي.

ښاغلي بومیا وایي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د رسنیو عالی شورا، چې د دې کار د مخنیوي مسولین دی، باید په بیړه سره د کاپي رایټ د قانون په پلي لاس پر کار شي:

"موږ په وار وار، د کنفرانسونو له طریقه، د مرکو له طریقه، د ګردیو مېزونو له طریقه له اطلاعات او فرهنګ وزارت څخه غوښتي، چې دا ستاسو دنده ده او دغه ژمن واوسی.

د کاپي رایټ د نه مراعتولو مسوول د اطلاعات او فرهنګ وزارت دی، دغه وزارت تنظیمونکي قوانین په لاس کې لري او دوی مکلفیتونه لري، دو صلاحیتونه لري، چې دا تنظیم کړي، بناءً د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې کې ګرم او باید جواب ګوی واوسي د افغانستان ناشرانو ته، ژورنالیستانو ته او د افغانستا برنامه جوړوونکو ته."

موږ هڅه وکړه، د دې ستونزې د هواري د امکان په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو نظر واخلو خو له دریو ورځو انتظار وروسته بیا هم، دوي په دې اړه مرکې ته حاضر نه شول.

په تیرو لسو کلونو کې د بیان ازادۍ د اوسنۍ حکومت یوه لویه لاس ته راوړنه بلل کیږي، خو داسې شکایتونه موجود دي، چې د مسلکي کار کوونکو د نشتوالي له امله زیاتره رسنۍ تیروتنې کوي.

د چارو یو شمېر کارپوهان وايي، دولت او د رسنیو بېلابېل سازمانونه باید د رسنیو د کمزوریو د له منځه وړلو او د هغوي د ستونزو د هواري لپاره لا ډير اقدامات وکړي.

ذکیه غیاثي نذیر،کابل
XS
SM
MD
LG