د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

په کابل کې د کریسمس لپاره چمتو والی

د کرسمس یا د عیسې علیه سلام د زوکړې اختر په رارسېدو سره د کابل ښار د ګلفروشۍ کوڅه هم خپله بڼه بدلوي.

په کابل ښار کې د ګلفروشۍ کوڅه یوازنۍ سیمه ده، چې بهرنیان په کې د کرسمس د اختر د لمانځلو لپاره ځان ته سوغاتونه او نور وسایل رانیسي.

په دې کوڅه کې د ګلانو د هر پلورنځي مخې ته د هغو ونو ستر کتارونه په سترګو کیږي، چې په دودیز ډول د کرسمس اختر د لمانځلو لپاره کارول کیږي.

د سیمې یو شمېر پلورونکي وايي، چې د کرسمس په ورځو کې د دوي بازار ښه تود وي، ځکه په دې ورځو کې د دوي ګلان او نورې زینتي ونې په زیات شمېر کې پلورل کیږي.

افغانستان که څه هم یو اسلامي هېواد دې او دلته د کرسمس د اختر لپاره کوم رسمي مراسم نه ترسره کیږي، خو هغه شمېر بهرنیان، چې اوس مهال دلته ژوند کوي او زیاتره یي د مسیحي دین پیروان دي دا اختر په ځانګړو مراسمو سره لمانځي.

لکه څرنګه چې مخکې دوکاندار وویل، چې یوشمېرافغانان هم د کرسمس په ورځو کې د دې اختر لپاره ګلونه او زینتي ونۍ اخلي.

XS
SM
MD
LG