د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

د محمد مسعود حلیم خطاطي او هنري اثار

محمد مسعود حلیم یو افغان ځوان خطاط دی، چې تر اوسه یې څلور ځلې قران کریم خطاطي کړی، چې لومړی یې د سعودي عربستان پاچا ته، دویم یې د افغان ولسمشر حامد کرزي په مرسته د کویټ پاچا، درېیم یې په خپله ولسمشر کرزي ته او څلورم یې د امریکا په متحده ایالتو کې د نړۍ تر ټولو ستر کتابتون یعنې د نیویارک کتابتون ته ډالۍ کړی او اوس غوړاي چې د پنځم ځل لپاره قران پاک خطاطي کړي، چې تر اوسه یې د قران پاک له اوو منزلو څخه دوه منزله خطاطي کړي دي.

ده خپل هنري اثار په لسګونو ځلې په هېواد کې دننه او بهر په سیالیو او په ننندارتونونو کې نندارې ته وړاندې کړي دي، چې هر ځلې د بري لیکونو او ستاینلکونو په ترلاسه کولو د هېواد ویاړ ګرځېدلی.

ښاغلی مسعود حلیم وردک چې په خپله صاحب منصب دی او په داخله وزارت کې دنده لري، د قران کریم د خطاطي ترڅنګ نور هنري اثار لکه د قران پاک لنډې سورې او ایاتونه، کلمې شریفې او د بېلابېلا شاعرانو شعرونه په بېلابېل سبک خطاطي کړي دي.

XS
SM
MD
LG