د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره ـ څلورمه برخه


باچاخان د مهاتما ګاندي سره
باچاخان د مهاتما ګاندي سره

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۰۹ کال په سپټمبر میاشت کې د امریکا د وېکفیلډ ښار Wakefield په عالي ښوونځي کې وویل، ده د مهاتما ګاندي له مبارزې څخه ترټولو زیات الهام اخیستی. ده دا خبره هغه وخت وکړه چې پوښتنه ترې وشوه چې که د نړۍ له مړو او ژوندیو نامتو شخصیتونو څخه یو، د ماښام د مېلمستیا لپاره غوره کړي، هغه به څوک وي:

((زه فکرکوم دا شخصیت به ګاندي وي چې زما رښتینی اتل دی. دی هغه څوک و چې ما ډېر الهام پکې موندلی. دی د مارتین لوټرکېنګ لپاره الهام بخښونکی و ځکه که د هند د عدم تشدد غورځنګ نه وای، نو دلته په امریکا کې به هم تاسو د مدني حقونو لپاره ورته د عدم تشدد غورځنګ نه وای لیدلی.))

اوباما وویل، ګاندي هغه شخصیت دی چې په ټوله نړۍ کې یې پر ډېرو خلکو او پر وروستیو څو نسلونو سخت اغېز کړی.

ګاندي له برتانیې څخه د هند د خپلواکۍ د مبارزې پرمهال د خلکو سیاسي او مذهبي مشر و. د ظلم پرضد د ګاندي د مبارزې اساس وسله وال مقاومت نه، بلکې له حاکم نظام څخه دخلکو پراخه بې اطاعتي وه. دا فلسفه د عدم تشدد پر بنسټ ولاړه وه. له همدې لارې د هند خلکو وکولای شوای چې له برتانیې څخه د خپل هېواد خپلواکي واخلي او همدا مبارزه وه چې په ټوله نړۍ کې د خپلواکۍ او خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره خلکو ته د الهام سرچینه شوه.

د ګاندي اصلي نوم موهن داس کرم چند ګاندي دی او د مهماتما لقب چې په سانسکریت ژبه کې د سترې اروا معنی لري، لومړی ځل د هند د سترلیکوال رابندرانات تاګور له خوا ده ته ورکړل شو. د ګاندي بل لقب بپو دی چې په ګجراتي ژبه کې د پلار معنی لري. ګاندي ته په هند کې رسماً د ملت دپلار لقب ورکړل شوی او داکتوبر دوهمه چې د ده د زېږېدو کلیزه ده، په هند کې د ملي رخصتۍ په توګه نمانځل کېږي.

ګاندي د عدم تشدد له لارې د مبارزې طرح لومړی ځل په جنوبي افریقا کې د مدني حقونو لپاره د هندوانو د ټولنې د مبارزې په ترڅ کې مطرح کړه. په ۱۹۱۵ کال کې هېواد ته له ستنېدو وروسته ده په هند کې د ځمکو د لوړې مالیې او تبعیض پرضد د کروندګرو، بزګرانو او ښاري کارګرانو مبارزې تنظیم کړې.

په ۱۹۲۱ کال کې د هند د ملي کانګرس د مشر په توګه له غوره کېدو وروسته ګاندي د ټول هېواد په کچه د بېوزلۍ د له مینځه وړلو، د ښځو د حقونو، د مذاهبو او قومونو د ګډ سوله ییز ژوند، د خلکو د خاصو ډلو د نجس ګڼلو د ختمولو او له اقتصادي پلوه پرځان د اتکا لپاره کمپاین پیل کړ، خو د دې ټولو په سر کې له برتانوي استعمار څخه د هند د خپلواکۍ د ګټلو ستر هدف پروت و.

دا وخت په هند کې د وطنپالوآزادي غوښتونکو داسې ډلې هم وې چې د برتانوي استعمار پرضد یې وسله اخیستې وه خو ګاندي حتی پردې ډلو هم خپل نفوذ درلود او هڅه یې کوله چې دا ډلې له تشدد څخه لاس واخلي.

هندی لیکوال او ژورنالیست انندسهای، د جنګیالیو پر دې ډلو چې برتانوي استعمار تروریستان بلل او ګڼ شمېر یې اعدام کړل د ګاندي د نفوذ موضوع ته اشاره کوي:

((له ګاندي مخکې په هند کې چې طبعاً سوله خوښوونکی هېواد دی، هم د ژمنو وطنپالو ځوانانو داسې ډلې وې چې له برتانوي واکمنۍ سره د مبارزې لپاره یې تروریزم ته مخه کړې وه. برتانویانو د دوی ګڼ شمېر د تروریستانو په نوم اعدام کړل. د هند د آزادۍ بخښونکي نهضت ګڼ شمېر مشران د تروریستانو په نوم یادېدل. دوی ځکه اعدام شول چې وسله یې اخیستې وه. خو ګاندي تر دوی ډېر زیات او پراخ نفوذ درلوده. او ده حتی پر دې کسانو، چې د تروریستانو په نوم یادېدل، هم نفوذ درلود.))

د ګاندي د عدم تشدد د مبارزې یو مثال د ۱۹۳۰ کال په مارچ میاشت کې د څلور سوه کیلومتره په واټن پراخ سوله ییز لاریون و. دا لاریون په تاریخ کې د مالګې د مارش په نوم ثبت دی چې د هند د خپلواکۍ په مبارزو کې یې ټاکونکې ونډه لرله او په دې هېواد کې د برتانوي استعمار پرضد د سوله ییز مقاومت پیل ګڼل کېږي.

د احمدآباد له Sabarmati Ashram سبرمتي اشرم څخه د ګجرات ډنډي نومې سیمې ته دا مارش په هند کې د مالګې پر تولید د برتانوي هند د لګول شوي انحصار په وړاندې د اعتراض لپاره د ګاندي د نه همکارۍ د غورځنګ له خوا تنظیم شوی و.

د ګاندي اخلاقي اصول:
عدم تشدد د ګاندي د هڅو یو ډېر مهم اصل و. که څه هم د عدم تشدد فلسفه له ګاندي مخکې هم وه، خو دی لومړنی څوک و چې دا نظریه یې په پراخه کچه د سیاست په ډګر کې عملي کړه. د عدم تشدد فلسفه هم په توحیدي ادیانو لکه په اسلام او عیسویت کې او هم په هندي ادیانو لکه هندوییزم، بودیزم او جینیزم کې لرغونی اساس لري.

د ګاندي په نورو مهمو اخلاقي اصولو کې چې ده به تل خپلو پیروانو ته د هغو د رعایت سپارښتنه کوله یو، رښتینولي ده. ګاندي خپل ټول ژوند د حقیقت موندنې ستر هدف ته وقف کړ. ده هڅه کوله دې مقصد ته له خپلو اشتباهاتو څخه د زده کړې او پر خپل ځان د تجربو له لارې ورسېږي. ده د خپل ژوند لیک لپاره داسرلیک غوره کړی و: زما د حقیقت تجربې.

ګاندي په دې عقیده و چې انسان باید لومړنۍ مبارزه په ځپل ځان کې دننه پیل کړي او مهمې برخې یې پر خپل نفس، وېره او تزلزل غلبه ده. ده خپل عقاید په دې لنډه جمله بیانول چې ویل به یې خدای حقیقت دی خو وروسته یې دا بیان بدل کړ او ویل یې چې حقیقت خدای دی.

((زه خدای د یوه خالص بخښونکي موجود په توګه لیدلای شم ځکه زه وینم چې د مرګ په زړه کې ژوند، د درواغو په زړه کې حقیقت او د تیارې په زړه کې رڼا راڅرګندېږي نو په همدې دلیل زه دې نتیجې ته رسېدلی یم چې خدای ژوند دی، خدای حقیقت او رڼا ده. خدای مینه ده او تر ټولو غوره ښېګڼه ده.))

د ګاندي د عقایدو یوه بله برخه پرځان کنټرول یا د هندي روایاتو پر بنسټ براهماچاریا دی. ګاندي پرخپل ځان د کنټرول اندازه له بېلابېلو لارو معلوموله او په دې برخه کې یې ډېرې تجربې وکړې چې له مېرمنو سره په یوه کوټه او وروسته بیا په یوه بستر کې خوب یې یوه برخه وه. دی له دې ټولو تجربو بریالی ووت او په دې اړه یې په خپلو لیکنو کې په تفصیل سره خبرې کړې. د ده په نظر د مخالف جنس په موجودیت کې فعال تجرد پر خپل نفس د بشپړ حاکمیت په معنی ده.

د ګاندي یو منلی شاګرد داتاتریا بالکریشنا کالیلکار په واروار ویلي و چې له ښځو سره د ده تجربې له سره ترپایه داسې پاکې او سپېڅلې وې لکه د مور شیدې.

د همدې تجربو په لړ کې ګاندي په ۳۶ کلنۍ کې که څه هم واده کړی و خو د تجرد ژوند یې غوره کړ. ده پر نفس حاکمیت یا براهما چاریا له خدای سره د نژدېتوب او د ځان پېژندنې وسیله ګڼله. ده غوښتل مجرد پاتې شي څو د شهوت پرځای مینه زده کړي. د ګاندي په نظر براهماچاریا، پر خپلو حواسو، افکارو، وینا او عمل د بشپړ حاکمیت معنی لري.

ساده ګي د ګاندي په نظر یوبل مهم اصل دی. ده تل دا خبره کوله چې هغه کسان چې د خلکو خدمت کوي باید ساده ژوند ولري. ده دا اصل لومړی ځل هغه وخت عملي کړ چې لویدیځې جامې یې له ځانه لیرې او هغه جامې یې واغوستې چې د هند د ډېرو بېوزلو خلکو خوښېدې.

ځکه لویدیځې جامې د ده په نظر شتمنو خلکو اغوستې. ده به په هره اونۍ کې یوه ورځ په بشپړه چوپتیا کې تېروله ځکه د ده په وینا د دې تجربې په وسیله ده آرامي احساسوله او ښه اورېدونکی ترې جوړېده.

ګاندي په خپل کتاب کې وايي، کله چې ناامېده شم، رایاد شي چې په ټول تاریخ کې حقیقت او مینه بریالي شوي دي. کله ناکله ظالمان او قاتلان هم وو چې د څه وخت لپاره بریالي ګڼل شوي، خو په پای کې تل مات شوي دي.

ګاندي که څه هم د هندوییزم پیرو و، خو په دې نظر و چې ټول ادیان مساوي دي او ځکه له خپل مذهبه د ده د اړولو ټولې هڅې بې نتیجې پاتې شوې. دا د ده وینا ده چې ویلي يې و، دا امکان نلري چې یو سړی دې درواغجن، ظالم او د نفس غلام وي او ودې وايي چې خدای د ده پر لوري دی.

د اسلام په اړه به ګاندي ویل چې د حضرت محمد(ص) ویناوې، نه یوازې د مسلمانانو، بلکې د ټول بشریت لپاره د حکمت او معرفت یوه سرچینه ده. د ژوند په وروستیو کلونو کې کله چې له ده پوښتنه وشوه چې آیا دی یو هندو دی، ده ځواب ورکړ، هو، زه یو هندو یم، زه یو مسلمان یم، زه یو عیسوی، یو بودايي او یو یهود یم.

ګاندي غوښه نه خوړه او یوازې ترکاري به یې خوړه. پاچاخان چې د ګاندي نژدې ملګری و، هم د غوښې له خوړو پرهېز کاوه او تل به یې د خمتا ساده جامې اغوستې.

دا و، په نړۍ کې د عدم تشدد د فلسفې د مخکښ مبارز مهاتماګاندي د شخصیت خصوصیات چې خپل هېواد، لوی هندوستان یې دهمدې فلسفې په مټ له برتانوی استعمار څخه آزاد کړ. نن ورځ په ټوله نړۍ کې ګاندي ته د یوه ډېر ستر او بېساري شخصیت په سترګه کتل کېږي او د ده د فلسفې اغېز تر نن ورځې د نړۍ پر ډېرو نهضتونو شته.

د دې اغیز مثالونه په شلمه پېړۍ کې په امریکا، جنوبی افریقا او د نړۍ په نوروبرخو کې ولیدل شول چې د کړکېچونو د حل د اغېزمنې لارې، عدم تشدد په اړه د ځانګړو راپورونو د دې لړۍ په راتلونکو برخو کې به خبرې پرې وشي. اوس زه احمدتکل اجازه غواړم.

د څلورمې برخې پای
XS
SM
MD
LG