د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

د اشرف غني ژوند ته کتنه


Aghanistan -- Former Afghanistan finance minister and presidential candidate Ashraf Ghani Ahmadzai addresses a press conference in Kabul, 13Aug2009
Aghanistan -- Former Afghanistan finance minister and presidential candidate Ashraf Ghani Ahmadzai addresses a press conference in Kabul, 13Aug2009
ډاکټر اشرف غني د انتخاباتي مبارزې په بهیر کې د خپلې ښایسته درېشي او نکټایي پر ځای اوس افغاني کمیس اولباس اغوندي او ځان په یوه افغاني پټو کې پېچي.

ډاکټر اشرف غني په دې توګه هڅه کوي چې د یوه کارپوه پر ځای د یوه سیاستمدار په څېره کې څرګند شي.

ښاغلی اشرف غني په پرله پسې توګه خپل پېغامونه خپروي او وایي غواړي د افغانستان ولس ته دا چانس ورکړي چې د یو عادل او د یو فاسد نظام ترمنځ چې جمهور رییس کرزي او دده ملګرو پر افغانستان حاکم کړی، توپیر وکړي.
ښاغلی اشرف غني وایي، د یو ځوان افغان خبرې ددې سبب شوې چې دی ځان د جمهوري ریاست مقام ته کاندید کړي.اشرف غني زیاتوي:

((ما تېرکال له یوشمېر ځوانانو سره وکتل. یوه یې راته ووېل، زه به د اخرت په ورځ ستا ګرېوان ونیسم. ما ورنه پوښتنه وکړه چې ما څه کړې دي؟ ده په ځواب کې وویل: ته چوپ پاتې شوی یې. ته د هغه ظلم او فشار پرضد چې هره خوا لیدل کېږي نه یې درېدلی. ته هېڅ نه وایې او د یو بدیل په توګه نه یې څرګند شوی. ددغه ځوان دغو خبرو زه مجبور کړم چې انتخاباتو ته ځان کاندید کړم.))

شپېته کلن اشرف غني احمدزی د کلفورنیا د پوهنتون د برکلي او جان هاپکېز په پوهنتونو کې د استاد په توګه روښانه لاسته راوړنې لري.

په نولس سوه یو نوییم کال کې ښاغلي اشرف غني د یوه انټرو بالوجېسټ یا بشر پېژندونکي په توګه په نړېوال بانک کې مقرر شو.

نوموړي هلته په یولړ ډېرو پېچلو انکشافي پروژو کار وکړ.

خو دده مینه تل له افغانستان سره وه. او تل به یې په واشنګټن کې د افغانستان له ټولو اړوندو پېښو او انکشافاتو سره پراخه دلچسپي ښودله.

دی کابل ته نژدې د احمدزي د لوی قوم د یوې مشهورې کورنۍ غړی دی. په تارېخي لحاظ ددغه قوم ډېر غړيو د تېرو پاچاهانو په دربارونو کې د جنرالانو او یا عالیرتبه مامورینو په توګه کار کړی دی.

خو اشرف غني د افغانستان له سیاستونو څخه د شوروي اتحاد د اشغال او د کورنۍ جګړې په کلونو کې له دې امله ځان لرې ساته چې د سیاسي ډلو تر منځ اختلافات ډېر ژور وو.

د نړېوال بانک یو چارواکی او د ښاغلي اشرف غني نژدې ملګری
(سکاټ ګوګن هایم) ډاکټر غني له پنځه ویشتو کلونو راهیسې پېژني.

ښاغلی ګوګن هایم چې په کابل کې د ښاغلي اشرف غني همکار وو، دی یو افغان ملتپالونکی بولي چې د افغانستان په سیاستونو کې د
ګډون لپاره یې په نړېوالو موسسو کې له خپلو لوړو ماموریتونو څخه تېر شو او هیله من دی چې خپل جنګ ځپلي هېواد افغانستان وژغوري او خپل هېواد د نړۍ د پرمختللیو هېوادونو په لیکه کې ودروي. ښاغلی ګوګن هاېم وایي:

(( ښاغلي اشرف غني کولای شوای چې په ملګرو ملتونو اویا نړېوال بانک کې خپل کار ته دوام ورکړي او لوړو مقاماتو ته ورسېږي، خو له هغه وخته چې زه دی پېژنم ده همیشه افغانستان ته کتل او د افغانستان په فکر کې وو. دی غواړي چې افغانستان د نړۍ یو بریالی هېواد وي.))

د دوه زره لومړي عیسوي کال د سپټمبر تر ترورېستي حملې وروسته افغانستان ته د نړېوالې تولنې پاملرنه زیاته شوه.

تردغو ترورېستي حملو وروسته الجزاېری ډېپلوماټ لخضر براهېمي یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د خاص استازي په توګه افغانستان ته ستون شو.
ښاغلی اشرف غني د نولس سوه نوي کلونو په پای کې د لخضر براهېمي له مهمو مشاورینو څخه وو چې وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ستراتېژۍ د ډلې یو مهم شخص شو.

ددغومتخصصینو او مشاورینو وړې ډلې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې طرحه جوړه کړه او وروسته د بن موافقه لاسلیک شوه چې په افغانستان کې یې د یوه نوي سیاسی نظام بنسټ کښېښود.

له دغه فرصت څخه په استفاده ښاغلی اشرف غني د ملګرو ملتونو د یوه مامور په توګه کابل ته ستون شو، خو هلته ښاغلي براهېمي دی
وهڅوه چې د افغانستان په حکومت کې شامل شي.

ښاغلی غني لومړی د جمهور رییس حامد کرزی د سلاکا په توګه کار پېل کړ چې وروسته د مالیې وزیر شو.

په دغو دوو کارونو کې ښاغلي اشرف غني د اقتصاد او بیا رغاونې په برخو کې مهم کارونه ترسره کړل.

انګلېسي حقوق پوه او د پوهنتون استاد (کلېر لوک هارټ) چې په ناکامو دولتونو کې یې د ثبات راوستو په هکله کتاب لیکلی دی، د ښاغلي اشرف غني د ډېرو کلونو دوست او ملګری دی. ښاغلی لوک هارټ وایي:
((ښاغلي اشرف غني په پرلپسې توګه ټول وخت کار کاوه ده یوازې
د جمعې په ورځ مذهبي دودونو ته د احترام له امله استراحت کاوه.
خو پرته له دې نوموړي د ورځې له اتلسو څخه تر شلو ساعتونو پورې کار کاوه. ده همداشان پخپل وزارت کې یو ټیم جوړ کړ او دې ټیم ته یې قانوني صلاحیتونه وسپارل.))
ښاغلي اشرف غني په حکومت او کابینه کې د خپلې درې کلنې وظیفې په بهیر کې د اصلاح غوښتونکو او تعلیم یافته افغانانو مشرتوب په غاړه واخیست.

اصلاح غوښتونکي او تعلیم یافته افغانان تل د جګړه مارو او ملیشه ځواکونو له قومندانانو سره په مبارزه کې و.

دغه جګړه مارانو اندېښنه درلوده چې د اصلاحاتو په نتیجه کې به ددوی واک او نفوذ له منځه لاړ شي.

ښاغلي اشرف غني په افغانستان کې نوې افغانۍ، نوی بانکي سیسټم او پربډایانو باندې د مالیې ورکولو قانون رامنځته کړ او له جګړه مارانو سره یې یو لړ ډېرې پېچلې خبرې پېل کړي څو دوی قانع کړي چې د ګمرکونوعواېد د خپلوشخصي بکسونو پر ځای په ملي خزانې کې واچوي.

ښاغلي اشرف غني همدا راز د هېواد د ملي پرمختګ لپاره په زړه پورې پلانونه جوړ کړل. ده د هغو مرستندویو سازمانونو مخه ونیوله
چې افغانستان ته یې د سرو زرو د یوه کان په سترګه کتل چې د ټولې نړۍ ډالرونه ورته را روان دي.

د ښاغلي اشرف غني بل مهم کار دا ووچې ده د هغو ټولووړاندیزونو پرضد سخته مبارزه وکړه چې هدف یې د افغانستان په نوې اردو کې د ملیشه وسله والو ډلو شاملول وو.او هڅه یې کوله چې په ټولو برخو کې شفافیت رامنځته شي.

د کابل پوهنتون پخوانی استاد او د کرزي په حکومت کې د پوهنې پخوانی وزیر رسول امین ښاغلی اشرف غني د نویو مفکورو او
نظریاتو خاوند بولي.

دی وایي، ښاغلی اشرف غني ددې توان لري چې په افغانستان کې یوه باکفایته اداره منځته راولي او کولي شي چې په افغانستان کې د دولت او ملت جوړونې په برخه کې ستر کارونه تر سره کړي.
د ښاغلي اشرف غني لویه ستونزه دا ده چې څنګه وشي کولای د عامو افغانانو زړونه او اعتماد لاسته راوړي. دی نن د جمهوري ریاست د کاندیدانو تر منځ یوله هغو درېو کسانو څخه بلل کېږي چې په انتخاباتو کې د بریالیتوب چانس لري.

ښاغلی اشرف غني ادعا کوي چې څوارلس کاله یې په تحقیق او لیکنو تېرکړې او د افغانستان د تېر پنځه سوه کلن سیاسي، اقتصادي
او اجتماعي تاریخ په هکله يې څېړنې کړې دي. خو وایي چې دده لپاره تېر یو کال د زده کړې یوه بې سارې تجربه وه. دې وایي:

(( ما په دې موده کې د افغانستان په څلور دېرشو ولایتونو کې د لږترلږه سلو زرو افغانانو سره وکتل او د ځوانانو د ځانګړو وړو ډلو سره مې بحثونه وکړل. ما ددوی خبرو ته غوږ ونیو او زه اوس د هغو ستونزو، غصو او رنځ ته انعکاس ورکوم. خو په عین زمان کې ددوی هیلې او امېدونه هم په پام کې لرم. ځکه زه د راتلونکو لسو کلونو لپاره د کار یو بشپړ پلان لرم چې په هغه کې ددغو خلکو غوښتنو ته ځواب ویل کېږي. او د راتلونکو شلو کلونو لپاره مې داسې یو چوکاټ جوړ کړی دی چې کولای شي، د یوه سوکاله باثباته افغانستان بنسټ وګرځي))

ښاغلي اشرف غني ته په انتخاباتي مبارزه کې د امریکا سیاسي سټراتېژېسټ (جېمز کارویل) مشوره ورکوي. ښاغلی کارویل، په نولس سوه دوه نوییم کال کې د امریکا د جمهور رییس په توګه د ښاغلي بېل کلنټن په بریالیتوب کې مهم رول درلود.

خو ځینې افغان څارونکي بیا شک لري چې ددغه ښاغلي د انتخاباتي مبارزې ډېرمډرن شکل به د افغانستان په سیاسي صحنه کې بریالی نه وي.

ځکه په افغانستان کې هرڅه د سیمه ایزو او قباېلي اېتلافونو په چوکاټ کې کېږي.

ددې قباېلي اېتلافونو په سر کې تل پیاوړي خلک وي چې ځينې یې مليشې لري او یا د ملیشه و قومندانان دي.

په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه حاجي سېد داوود ښاغلی اشرف غني له هغه وخته پېژني چې دی په نولس سوه اویا کلونو کې د کابل پوهنتون استاد و.

ښاغلي حاجي داوود آزادۍ راډیو ته وویل: د ټولو هغو افغان ټکنوکراټانو په څېر چې په غرب کې روزل شوې دي، ښاغلی اشرف غني هم ډېر اسېب پذیر دی.
((له دوی سره په تېره بیا ډاکټر صاحب اشرف غني سره، یا نورو وزیرانو دوی سره کومه سیاسي اجنډا نه وه. په دې چې دوی نه یو سیاسي حزب درلود، نه یې سیاسي سابقه درلوده، نه له سیاسي خلکو سره ددوی تړاوو و. دوی ډېر زیات متکي په نړېوالو قواوو، په ملل متحد او په امریکا و. نو اوس هم دوی په کمپاینونو کې داسې
په اصطلاح سیاسي سازمان نلري.))

خو د اشرف غني پلویان بیا دا دده د قوت نښه بولي.

اجمل عابدي یودېرش کلن افغان کارپوه دی چې له یوې نړېوالې مرستندوې ټولنې سره یې ددې لپاره کار پرېښود چې د اشرف غني له انتخاباتي مبارزې سره مرسته وکړي.

نوموړي چې د پخواني شوروي اتحاد داشغال او طالبانو د حاکمیت پر مهال په پاکستان کې ژوند کړی د اشرف غني په مشرتابه کې د افغانستان د هیلو او د فساد د له منځه تلو نښې نښانې ویني. ښاغلی عابدي وایي:

((افغانستان یوه پیاوړی، یو قاطع، یوه جدي مشر ته اړتیا لري او یوه مشر ته چې ددې توان ولري، چې افغانستان له دې بحران څخه وژغوري. خپلو خلکو او ملت ته زړه سواندې وي او وکړای شي چې د خلکو درد درک کړي. چې دا ټول صفات په ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي کې لیدل کېږي.))
XS
SM
MD
LG