د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

له سید جلال کریم سره ځانګړې مرکه


سید جلال کریم وايي که ولسمشر شو په افغانستان کې به د تروریزم حلاف جګړې ته نوی تعریف ورکړي ځکه دده په وینا افغانان تروریستان نه دي
سید جلال کریم وايي که ولسمشر شو په افغانستان کې به د تروریزم حلاف جګړې ته نوی تعریف ورکړي ځکه دده په وینا افغانان تروریستان نه دي

سید جلال کریم چې له دیرشو کلونو راهېسې په سعودي عربستان کې اوسېږي په کابل کې زېږیدلی دی ، او لومړنۍ زده کړې یې د کابل په استقلال ښوونځي کې کړي.

ویل کېږي چې په کوچینوالې کې سید جلال یو له ډېره تکړه زده کونکو څخه و او په نابغه يې شهرت درلود. د هغه وخت حکومت سید جلال له افغانستان څخه بهر د زده کړو لپاره واستوه.

ښاغلی کریم وايي چې په مصر او سعودي عربستان کې يې د حقوقو يه څانګه کې لوړې زده کړې کړي دي.

نوموړی وايي چې له افغانستان څخه په نهه کلنۍ کې بهر تللی و، خو په تېرو دیرشو کلونو کې يې تل د افغانستان سره اړیکې پاللي .

د ښاغلي سید جلال په وینا د طالبانو په وخت کې یې د سولې لپاره هلې ځلې کړي او د طالبانو او رباني د حکومت تر منځ يې د لسګونو بندیانو د تبادلې زمینه برابره کړې ده.

اوس سید جلال کریم د هغو لسګونو کاندیدانو له ډلې څخه دی چې هر یو يې غواړي د ولسمشرۍ را روان انتخابات وګټي.

له سید جلال کریم سره د ازادۍ راډیو خبریال حمید مومند دده د کاندیدو او کړنلارې په اړه مرکه کړې .

دا مرکه دلته او ریدلی شۍ
XS
SM
MD
LG