د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

له ګل احمد یما سره ځانګړې مرکه


ګل احمد یما په ۱۳۳۵ هجري لمریز کال کې زیږدلی دی . نوموړی وايي چې لومړنۍ زده کړې يې د نادرشاهي په منځني ښونځي کې کړي دي، او د نورو زده کړو لپاره يې د مزار شریف د باختر او د کابل د حبیبي لېسې لوستي او بیا د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي د درې ژبي د ادبیاتو له څانګې فارغ شوی دی .

ښاغلی یما وايي چې لومړنۍ رسمي دنده يې د لوړو زده کړو د وزارت د تالیف او ترجمې په ریاست کې وه، او تر هغې وروسته يې په کابل پوهنتون او بیا د ښونې او روزنې په پوهنتون کې د ادبیاتو د پوهنځي د استاد په توګه دنده لرله.

نوموړي د خپلې سیاسي سابقې په اړه وايي چې د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د غوايه له کودتا وروسته يې د کمونیستانو سیاسي مخافت کړی دی.

دا چې د کومو پلانونو سره يې ځان د ولسمشرۍ څوکې ته کاندید کړی او ولې غواړي چې ولسمشر شي؟

دا به له ښاغلي یما سره د ازادۍ راډیو د خبریال حمید مومند په ځانګړې مرکه کې واورﺉ.

دا مرکه دلته اوریدلی شۍ

XS
SM
MD
LG