د طالبانو حکومت نن په خوست کې په قتل تورن یو کس په عام محضر کې اعدام کړ

په عکس کې یوشمیر هغه کسان ښکاري چې نن سې شنبې د ډسمبرپه دوهمه یې د خوست په ورزشي لوبغالي کې په عام محضرکې په قتل د تورن یوه کس د اعدام ننداره وکړه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ستره محکمه وايي د خوست په ورزشي لوبغالي کې یې نن سه شنبه د افغانستان په وخت له لس بجو وروسته په قتل یو تورن کس د دوی په خبره قصاص کړ.

د سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې چې په همدې ورځ د ډیسمبر ۲ مه یې په خپله اېکس پاڼه خپره کړې راغلي چې تورن کس منګل د طلا خان زوی د پکتیا د سید کرم ولسوالۍ اوسېدونکې وو چې د خوست په عليشیرو او تیریزو ولسوالۍ کې یې تېر کال د عبدالرحمان په نوم یو کس چې د پلار نوم یې ظابط وو په ډزو وژلی وو.

خو طالبانو ته نږدې رسنیو لیکلي چې دغه کس د ۱۳ کسانو په وژلو تورن وو، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو.

د طالبانو د خوست د والي ویاند مستغفر ګوربز هم په خپله اېکس پاڼه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې تورن کس نږدې نهه میاشتې مخکې په عليشیرو او تیریزو ولسوالۍ کې ۱۳ کسان وژلي وو.

د مقتول کورنۍ ته د بخښنې او سولې لپاره وړاندیز شوی و خو د هغوی له نه منلو او انکار وروسته پر قاتل د اعلامیې په ټکو د قصاص د حکم د تطبیق امر ورکړل شو.

د طالبانو د سترې محکمې په اعلامیه کې راغلي چې دغه حکم د درې ګونو محکمو له لوري وړاندیز شوی او د طالبانو د مشر ملا هبت الله له لوري منل شوی وو چې نن تطبیق شو.

خو په اعلامیه کې په دې اړه چې ایا تورن کس ته په محکمه کې له ځانه د دفاع یا د وکیل د نیولو حق ورکول شوی او کنه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو د سترې محکمې په اعلامیه کې راغلي چې که څه هم د مقتول کورنۍ ته د بخښنې او سولې لپاره وړاندیز شوی و خو د هغوی له نه منلو او انکار وروسته پر قاتل د اعلامیې په ټکو د قصاص د حکم د تطبیق امر ورکړل شو.

اعلامیه کې دا هم راغلي، چې د دې حکم د تطبیق ته د لیدلو لپاره د سترې محکمې ځینې قاضیان، سیمه ییز چارواکي او عام خلک ورغلي وو.

په خبر اعلامیه کې راغلي چې د قتل په دې قضیه کې درې ګونو محاکمو په دوه نورو تورنو کسانو هم ورته حکم کړی خو په ټکو یې دا چې د مقتولینو ځینې وارثین له هیواده بهر دي نو د شرعي احکامو له مخې په دوی د اعدام حکم د هغوی تر حاضرېدو ځنډول شوی دی.

پرون د خوست ولایتي چارواکو له خلکو غوښتنه کړې وه چې د دې ولایت ورزشي لوبغالي ته د یو کس د اعدام کولو نندارې ته ورشي، خو غوښتنه شوې وه چې هیڅوک دې لوبغالي ته له ځانونو سره ټلیفون یا کمره نه وړي.

په ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې ډله ډله خلک ورزشي لوبغالي ته ور روان دي.

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستعفر ګوربز په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې نږدې اتیا زره کسانو د ده په ټکو په دې مراسمو کې برخه اخیستې وه.

د خوست ښار یوه اوسېدونکې چې د اعدام د تطبیق دا پېښه یې مخامخ لیدلې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "اول یې توشک واچولو، د توشک لپاسه یې پلاستیک واچولو، وروسته یې تورن کس پرې کینوه، او د مقتول کورنۍ غړي ته یې ټوپک په لاس کې ورکړو او ډزې یې پرې وکړې، پنځه ډزه یې وویشتو، دوه په سر او درې په نور بدن، وروسته یې ویشتل شوی کس امبولانس ته واچولو او یو یې وړو."

د پېښې یو بل عینې شاهد هم د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "نن د خوست په فوټبال لوبغالي کې د هغه کس اعدام ترسره شو چې تېر کال یې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي وژلي وو، ګڼه ګوڼه ډېره زیاته وه، سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو، او هیچاته لوبغالي ته د موبایل د وړولو اجازه نه ورکول کېده."

له دې وړاندې د یو شمېر ولایتونو ځینو اوسېدونکو ازادي راډيو ته ویلي چې طالبان دوی مجبوروي چې د دغه ډول احکامو د پلی کېدو د نندارې لپاره ورشي، هغه څه چې د دوی په خبره د خلکو په رواني حالت منفي اغیز کوي.

ېچارډ بېنېت په عام محضر کې د اعدام د پرېکړې عملي کول ( بې رحمانه او د نړیوالو قوانینو ) خلاف کړنه بللې ده

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته طالبانو د اعدام په ګډون د بیلابیلو بدني سزاګانو لړۍ پیل کړې.

دا په تېرو څلورو کلونو کې په عام محضر کې د طالبانو له لوري دولسم اعدام شو چې ترسره کیږي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېت په عام محضر کې د اعدام د پرېکړې عملي کول ( بې رحمانه او د نړیوالو قوانینو ) خلاف کړنه بللې ده.

نوموړي نن سې شنبه د ډیسمبر دوهمه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي: "په عام محضر کې اعدامونه د انسانیت خلاف عمل کړنه ده او د نړیوالو معیارونو پر بنسټ هېڅ ډول توجیه نه‌ لري، نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې د امنیت او عدالت ملاتړ وکړي."

له دې وړاندې هم د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو سازمانونو د طالبانو د حکومت لخوا علني اعدامونه د نړیوالو اصولو او بشري حقونو معیارونو سرغړونه بللې او د سمدستي بندیدو ټینګار یې کړی دی.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د علني اعدامونو دوام په ټولنه کې د ویرې کچه لوړوي او خلک تاوتریخوالي ته بې حسه کوي، خو د طالبانو حکومت دا بهیر "د شریعت پلي کول" بللي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې علني اعدامونه له شفافو څېړنو او د عدالت له تامیننېدو وروسته ترسره شوي، خو ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د دې پروسې د شفافیت په اړه شکونه څرګند کړي او په مکرر ډول یې د طالبانو حکومت د مناسب عدالت او قضايي سیسټم په نشتوالي تورن کړی دی.