د طالبانو حکومت کې له مذاکراتو دوو باخبرو سرچینو د نوم ښودلو په شرط سه شنبه «د ډیسمبر په ۲مه» ازادي راډیو ته د دې خبرې په کولو سره زیاته کړې، چې د دوی د حکومت لخوا درې کسیز پلاوی د سعودي عربستان ریاض ته استول شوی و خو تر دوه ورځني سفر او خبرو «له ناکامه کېدو» وروسته بېرته کابل ستون شوی دی.
دې سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې د دوی له لوري د دوی د حکومت لوړپوړي غړي انس حقاني په مشرۍ درې کسیز پلاوي کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم شامل وو.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې ډیپلوماتیکې سرچینې هم ازادي راډیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د سعودي عربستان په کوربه توب د پاکستان او طالبانو حکومت د پلاوو ترمنځ دا دوه وځنۍ خبرې د نومبر په ۳۰ مه شوې دي.
بلخوا د پاکستان د حکومت ځینو استخباراتي سرچینو هم د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته د دواړو خواوو تر منځ د مذاکراتو ناکامه کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې د دوی لور ته په پلاوي کې بیا یوازې څو پاکستاني پوځیان شامل وو.
خو دا چې په کومو مسایلو خبرې وشوې په دې اړه سرچینو جزیات نه دي وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر پاکستاني رسنیو له دې ډلې ډان ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې خبرې، پرته له دې چې دریځونو کې کوم بدلون راشي د تړلو دروازو تر شا وشوې او پخلاینې ته چندان چمتوالی ونه ښودل شو.
ډان د خپلو سرچینو په حواله ویلي، د سعودي عربستان چارواکو وړاندیزو وکړ، چې له کرښې اوښتو ترهګریزو فعالیتونو په اړه دې بحثونه دوام ولري، خو پاکستان دې دو اړخیزې سوداګرۍ ته هم اجازه ورکړي، چې د راپور په ټکو اسلام اباد دا وړاندیز رد کړی دی.
راپور کې راغلي، ممکن د سعودي عربستان په کوربه توب بل پړاو خبرې هم وشي.
د نړیوالو چارو ځینې پوهان د پاکستان او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې د سعودي عربستان رول مهم ګڼي.
له دې ډلې انتظار خادم ازادي راډیو سره خبرو کې وویل:"په لوی منځني ختیځ کې سعودي عربستان تر ترکیې وروسته ستر اقتصادي قوت دی، د دوی دا موقف او له امریکا، چین او نورو هېوادونو سره یې اړیکې دوی ته دا مقام ورکولای شي چې هم پر پاکستان او هم پر افغانستان اغیز ولري، دې وروستیو کې سعودي او پاکستان یو دفاعي قرارداد هم لاسلیک کړ چې یو د بل د جګړې او ناورین (ختم) کې به رول لوبوي، نو ځکه سعودي ښه رول لوبولی شي، بل دا چې د دوی تر منځ تر اوسه مذاکرات ناکام شوي دواړو طرفونو ته خطر پېښولای شي، خو که دا خبرې دا درې ځلې ناکامه شوې په دې معنا نه ده چې باید دا خبرې پای ته ورسېږي."
ښاغلی خادم ټینګار کوي چې د پاکستان او افغانستان په شان هېوادونه چې په خبره یې یو پر بل متکي دي، باید د ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ له لارې خبرو اترو ته دوام ورکړي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت یوه اونۍ وروسته له هغه له پاکستان سره د شخړې د حل لپاره خپل پلاوی سعودي عربستان ته واستوه چې د دوی د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره اونۍ په دغه وزارت کې د پاکستان په اړه د ستراتیژیو په تړاو ګڼ شمېر افغان پخواني او اوسني دیپلوماتان او ان د تېر جمهوري حکومت هغه چارواکي سلامشورو ته بللي وو چې د دوی تر واکمنېدو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
له یادې غونډې ځینو سرچینو د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې اکثرو ګډونوالو د بېلابېلو نظرونو په مطرح کولو له پاکستان سره د مذاکرې له لارې د شخړو پر حل ټینګار وکړ.
د سرچینې په خبره، دا غونډه د تړلو دروازو تر شا شوې وه او شاوخوا درې ساعته یې دوام کړی و.
د یادونې ده چې د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاوو تر منځ د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې دا غونډه وروسته له هغې شوې چې وړاندې په قطر او استانبول کې هم د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ درې پړاوه خبرې اترې وشوې چې هغه هم پرته له کومې پایلې پای ته ورسېدې.
د دې خبرو اترو موخه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کرښې هاخوا د ترهګرۍ ضد همکارۍ لپاره د میکانیزم رامنځته کول بلل شوي وو.
اسلام اباد پر طالبانو تور لګوي چې د «ټي ټي پي» او بلوچستان د ازادي غوښتونکو پوځیانو ملاتړ کوي.
خو طالبان بیا پاکستان د داعش په ساتلو او په افغانستان د ډرون یا هوايي بریدونو په کولو تورنوي.
دا خبرې اترې تر هغه وروسته پیل شوي چې پاکستان د « اکټوبر په ۹مه» په کابل او پکتیکا کې هوایي بریدونه ترسره کړل او بیا د « اکټوبر په ۱۱ مه» د دواړو لوریو د پوځیانو تر منځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې شدیدې نښې وشوې چې دواړو لورو یو بل ته د مرګ، ژوبلې د اوښتلو ادعاوې وکړې.
پر افغانستان هوايي بریدونه بیا هم دوام وموند، د طالبانو حکومت د « اکټوبر په ۲۵ مه» وویل د افغانستان پر خوست، کونړ او پکتیکا کې ورته بریدونه کړي چې لس ملکیان په کې وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
خو د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دې بریدونو مسوولیت ونه منو.
د طالبانو حکومت هغه مهال ګواښ کړی و چې د پاکستان وروستۍ حملې به په مناسب وخت کې ځواب کړي.