د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهرالدین سره ټیلفوني خبرې وکړې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهاربلخي نن سې شنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په دغو ټیلفوني خبرو کې ” د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، سرحدي وضعیت، امنیتي همغږۍ او سیمه ‌ییزو ابتکاراتو په اړه ټیلیفوني خبرې وشوې.”

دغه خبرې داسې مهال کیږي چې د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼې د دوشنبې په ورځ وویل چې تیره اونۍ په دوو جلابریدونو کې چې په خبره یې د افغانستان له خاورې شوي، لږترلږه پنځه چینایي اتباع وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. له دې بریدونو سره په یوه وخت چین له خپلو اتباعو غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیموڅخه ووځي. طالبانو ویلي چې پرچینایي وګړو د حملې په تړاو یې دوه مشکوک کسان نیولي دي.

د ښاغلي بلخي په وینا امیرخان متقي له خپل تاجکستاني سیال سره په خبرو بیا ټینګاروکړچې ځینې کړۍ هڅه کوي چې د اعتماد هغه فضا زیانمنه کړي چې لړۍ یې په دې وروستیو کې د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ د پیاوړي کیدو په برخه کې پیل شوې ده.