د طالبانو حکومت په خوست کې یو تن نن په عام محضرکې اعدام کړ.
پرتورن کس نن له غرمې مخکې د خوست په ورزشي سټدیوم کې د اعدام سزا تطبیق شوه. په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفرګربز نن سې شنبې پرخپله ایکسپاڼه لیکلي چې نن په سټډیوم کې د شاخوا اتیا زره کسانو په مخ کې پرهغه کس د (قصاص) حکم تطبیق شو چې د ده په خبره یې “ شاوخوا لس میاشتې وړاندې یې د یاد ولایت په عليشيرو او تریزيو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ ديارلس غړي په مرموز ډول په شهادت رسولي وو.”
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ په خوست کې په عام محضرکې د ترسره شوي اعدام په اړه نن سې شنبې په خپله ایکسپاڼه کې دغه اعدامونه غیرانساني، ظالمانه او غیرمعمولي سزا او هغه له نړیوال قانون سره په ټکر کې بللې او د درول کیدو غوښتنه یې کړې ده.
طالبانو په افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې، په عام محضر کې د اعدامونو او نورو بدني سزاګانو لړۍ پیل کړې چې په دغه نوي اعدام سره یې د اعدام شویو کسانو شمیردولسو ته ورسید.