د خیبر پښتونخوا په دریو سیمو کې وسله والو بریدګرو ۷ پاکستاني سرتیري وژلي دي.
دا بریدونه نن او پرون په بنو، ډیره اسماعیل خان او کورمه کې پر پولیسو او پوځیانو شوي.
د بنو د پولیسو مشر یاسر اپرېدي د ازادي راډیو مشال ته وویل، وسلوالو نن د ډسمبر پر لومړۍ نېټه سهار مهال په ممشخېلو کې دندې ته پر لاره روان پولیس سرتېری وویشت او وتښتېدل.
دی وايي، د سرتېري د وژونکو د نیولو لپاره یې پلټنیز عملیات پیل کړي دي.
بنو کې پرون هم پر پوځي کاروان برید شوی چې یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.
په ډیره اسماعیل خان کې بیا پرون ناوخته دری سرتیري د سړک غاړې بم چاودنه کې وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
اخوا په منځنۍ کورمه کې وسلوالو بریدګرو پرون پر امنیتي پوستې برید کړی چې پکې دوه پولیس ووژل شول او دوه ژوبل شول.
د خیبر پښتونخوا په دغو دریو سیمو کې د وسله والو بریدونو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.