د پاکستان دفاع او کورنیوچارو وزیران: پاکستان کې د وروستیو ځانمرګو بریدونو عاملین افغانان و

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي چې روانه اونۍ په پاکستان کې د دواړو ځانمرګي بریدونو ترسره کونکي افغانان وو.

نقوي نن پنجشنبې په اسلام آباد کې د پارلمان یوې غونډې ته چې جریان یې په ژوندۍ بڼه پرټلویزیون خپریده، وویل چې په اسلام آباد او واڼه کې د ځانمرګو بریدګرو هویت تثبیت شوی او دواړه افغانان وو.

"د افغان اتباعو هویت تثبیت شوی او شواهد اوس د ټولې نړۍ په مخ کې دي او اوس د کابل مسولیت دی چې اقدام وکړي."

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف هم نن د پارلمان په ودانۍ کې خبریالانو ته ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې پلټونکو په وروستي برید کې د ښکیلو کسانو په منځ کې افغان اتباع موندلي دي. هغه زیاته کړه: "د افغان اتباعو هویت تثبیت شوی او شواهد اوس د ټولې نړۍ په مخ کې دي او اوس د کابل مسولیت دی چې اقدام وکړي."

د پاکستان دفاع او کورنیو چارو وزیران دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې یوه ځانوژونکي د سې شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د محکمې ودانۍ مخې ته د پولیسو یوې ګزمې ته نژدې ځان ته چاودنه ورکړه چې په نتیجه کې یې دولس کسان ووژل شول او ۲۷ نور ژوبل شول. تردې یوه ورځ مخکې یوه بل ځانوژونکي د جنوبي وزیرستان په واڼه سیمه کې د دوشنبې په ورځ د یوه پوځي ښوونځي له لویې دروازې سره پر چاودیدونکو موادو ډک موټرته چاودنه ورکړه چې درې کسان پکې ووژل شول. له چاودنې وروسته وسله وال دغه ښوونځي ته چې پکې د پوځیانو له خوا ملکیانو ته روزنه ورکول کیږي، دننه شول او له پاکستاني سرتیرو سره یې نښتې پیل کړې. د راپورله مخې دغو نښتو څه باندې ۲۴ ساعته دوام وکړاو هله پای ته ورسیدې چې ټول حمله کونکي ووژل شول.

پاکستي جګپوړي چارواکي په داسې حال کې د اسلام آباد او واڼه په بریدونو کې افغانان په لاس لرلو تورنوي، چې د دواړو بریدونو مسولیت د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پورې تړلې د جماعت الاحرار ډلې اخیستی.

یوشمیرسرچینو ویلي چې د پاکستان امنیتي ادارو په اسلام آباد کې د ځانوژونکې حملې په تړاو یوشمیرمشکوک کسان نیولي دي.

دوو استخباراتي چارواکو د جرمني ډي پي آې خبري آژانس ته ویلي چې د نیول شویو مشکوکو کسانو په ډله کې یو سمبالونکی او یو تسهیلونکی هم شامل دي. دغه نیونې اسلام آباد ته نژدې په راولپنډۍ ښار او خیبرپښتونخوا ایالت کې شوې دي.

یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، دې آژانس ته وویل چې داسې ښکاري چې د برید ترشاه د یوې بشپړې شبکې لاس و او زیاته یې کړې ده چې نورې نیونې به هم ترسره کړي.

په عین حال کې د پاکستان دفاع وزیر یو واربیا ادعا وکړه چې تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په افغانستان او هند کې د ځینو کړیو په ملاتړ په پاکستان کې د وروستیو تروریستي بریدونکو مسوله ده.

پاکستان ممکن بیا په افغانستان کې هوایي بریدونه ترسره او په دغو بریدونو کې د مشکوکو لاس لرونکو پټن ځایونه په نښه کړي.

هغه وویل، اسلام آباد له میاشتو میاشتو راهیسې خبرداری ورکړی وچې ټي ټي پي دغسې پیښې د کابل د حکومت له ملاتړ پرته نشي ترسره کولای.

آصف پر افغانستان تور ولګاوه چې د ترهګرۍ لپاره مادي ملاتړ چمتو کوي او زیاته یې کړه چې هند هم د دې هڅو ملاتړ کوي ترڅو د ده په وینا " په پاکستان کې سوله رامنځته نشي."

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف جیونیوز ته همدارنګه ویلي چې پاکستان ممکن بیا په افغانستان کې هوایي بریدونه ترسره او په دغو بریدونو کې د مشکوکو لاس لرونکو پټن ځایونه په نښه کړي.

کابل تراوسه د پاکستاني جګپوړو چارواکو د وروستیو څرګندونو په وړاندې غبرګون ندی ښودلی خو له دې مخکې یې دا ډول ادعاوې ردکړي او هم یې ګواښ کړی چې د پاکستان هرډول احتمالي برید ته به سخت ځواب ورکړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن پنجشنبې د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت صلاح او مل پلاوي سره په لیدنه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ترمنځ د شخړو د هواري لپاره پرخبرو ټینګاروکړ او یې ویل چې افغانستان د خبرو له لارې د شخړو پر حل باور لري.

د رویترز د راپورله مخې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اړیکو کې وروستی کړکیچ هله رامنځته شو چې تیره میاشت د دواړو هیوادونو ترمنځ د کرښې په اوږدو کې سختې نښټې وشوې چې په نتیجه کې یې د دواړو لورو په لسګونو سرتیري ووژل شول. په دغو نښتو کې یوشمیرولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

اسلام آباد تورپورې کوي چې وسله وال د ډیورند د کرښې بلې غاړې ته پټن ځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې دننه بریدونه ترسره کوي. خوکابل دغه تورونه ردوي او وایي هیچ چاته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې پرپاکستان برید وکړي.