د بښنې نړیوال سازمان: افغان ښځو او نجونو ته ژوند ( د نه زغملو وړ) شوی دی

ارشیف

د بښنې نړیوال سازمان وایي، طالبانو د افغانستان د نجونو او ښځو ژوند " د نه زغملو حالت" ته بدل کړی دی.

دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ( د لړم ۲۱مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، ښځې او نجونې تقریبا د ژوند له ټولو اړخونو ګوښې ته شوي او په سیستماتیک ډول یې حقونه تر پښو لاندې شوې دي.

د امنیسټي انټرنیشنل په وینا، دغه کار روغتیایي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی هم محدود کړی دی.

وړاندې راغلي چې نړۍ باید له افغان ښځو سره لاس یو کړي او د طالبانو له چارواکو د ښځو د حقونو د نقض په خاطر حساب کتاب وغواړي.

طالبانو واک ته له رسیدو وروسته پر ښځو د تعلیم او کار په ګډون په ګڼو ټولنیزو چارو کې محدودیتونه ولګول چې په پراخ ډول غبرګونونه یې وپارول.

تر ټولو نوی بندیز یې په هرات کې لګول شوی او هلته د ځایي اوسیدونکو په وینا ښځې مجبوره شوي چې له برقعې یا چادري پرته به له کوره نه راوځي.

طالبان که څه هم د خپلو تګلارو ننګه کوي او " د اسلامي شریعت تطبیق" یې بولي، خو د اسلامي همکاریو سازمان او ګڼ نړیوال بشري سازمانونه د طالبانو تګلارې له اسلامي لارښوونو د طالبانو سخت تعبیر بولي.