د پاکستان دفاع وزیر وايي چې افغانستان (د طالبانو حکومت) باید په پاکستان کې سوله تضمین کړي
خواجه اصف ویلي چې پاکستان به د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او بلوچستان لبریشن آرمی یا (بي ایل ای) په ګډون د هیڅ ډلې ترهګري ونه زغمي، او ددوی بریدونه به د سخت غبرګون سره مخ شي.
خواجه آصف د سما تلویزیون په نوم د یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې، ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت له پولو لیرې سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د غړو د لیږد لپاره د ۱۰ ملیارد پاکستاني روپیو غوښتنه کړې ده.
د خواجه اصف په وینا، پاکستان چمتو دی چې دا اندازه پیسې ورکړي، مګر د طالبانو حکومت چمتو نه دی چې کوم تضمین ورکړي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د دفاع وزیر د دې نویو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې په ټینګار ویلي چې هیڅ کومې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره دنورو هیوادونو خلاف وکاروي.
خواجه اصف زیاته کړه چې د دوی د پلاوي اوسني غړي به د طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کې برخه واخلي، او که پرمختګ وشي، نو لوړ پوړي چارواکي به په پلاوي کې شامل شي، او د نومبر په شپږمه به د سرحدي ستونزو د حل لپاره یو نوی میکانیزم جوړ شي.