د جمعې په ورځ د رویترز خبري اژانس لخوا لیدل شوي بیان له مخې، د ترهګرۍ او مالي استخباراتو لپاره د خزانې وزارت مرستیال،جان هرلي به د واک له اخیستو راهیسې منځني ختیځ ته د خپل لومړي سفر په توګه اسراییل، متحده عربي اماراتو، ترکیې او لبنان ته سفر وکړي.
ښاغلي هرلي په اعلامیه کې ویلي:
ولسمشر ټرمپ دا روښانه کړې چې د ایران بې ثباته کونکي او ترهګریز فعالیتونه باید د دوامداره او همغږي فشار سره مخ شي.
ښاغلی هرلي زیاتوي چې د امریکا د شریکانو سره لیدو ته سترګې په لار دی ترڅو هڅې همغږي کړي اوهغو مالي منابعو ته دایران لاسرسی پرې کړي چې په وینا یې تهران او نیابتي ډلې یې د نړیوالو بندیزونو څخه د تیښتې، د تاوتریخوالي تمویل او په سیمه کې د ثبات د کمزوري کولو لپاره ترې کار اخلي .
رویټرز خبري اژانس په خپل رپوټ کې وايي چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران ماموریت د تبصرې لپاره ددغه اژانس غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
دامریکا د خزانه داری وزارت مرستیال جان هرلي وايي چې هغه به په اسراییل کې په دې اړه بحث وکړي چې څنګه د تهران په وړاندې د ټرمپ "اعظمي فشار" کمپاین پرمخ بوځي، په ځانګړې توګه په سیمه کې د تهران د نیابتي ډلو په وړاندې.
متحدو عربي اماراتو ته د امریکا دخزانې وزارت د مرستیال دسفر په اجندا کې هم د پیسو مینځلو او د ترهګرو د تمویل دمخنیوي ترڅنګ په ایران فشار شامل دی .
د پخواني ولسمشر جو بایډن د حکومت په دوران کې ، د متحده عربي اماراتو لخوا بندیزونو ته د کمزورې پاملرنې له امله واشنګتن اندیښنه څرګنده کړې وه.
په ترکیه کې، ښاغلی هرلي چارواکو سره په دې خبرې کوي چې څنګه دواړه هیوادونه د بندیزونو څخه د تیښتې مخنیوي لپاره همکاري کوي.
د ولسمشر په توګه د خپلې لومړۍ دورې په جریان کې، ډونالډ ټرمپ امریکا د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون یا برجام څخه وایستله . دې تړون د بندیزونو د کمولو په بدل کې د تهران د یورانیمو د غني کولو فعالیتونو باندې سخت محدودیتونه ولګول.
په خپله دویمه دوره کې، ښاغلي ټرمپ په ایران باندې د "اعظمي فشار" کمپاین بیا پیل کړی ترڅو د تهران لخوا د اټومي وسلو د پراختیا د مشکوکو هلوځلو مخنیوی وکړي.
د جولای په دویمه نیټه، متحده ایالاتو په نطنز، فردو او اصفهان کې د یورانیمو د غني کولو په دریو اټومي تاسیساتو بمباري وکړه، چې د ټرمپ وینا دغه تاسیسات یې "په بشپړه توګه ویجاړ کړل."
د اکتوبر په ۲۵مه، ملګرو ملتونو د برجام د تړون د ژمنوڅخه د سرغړونې له امله پر ایران د وسلو بندیز او نور بندیزونه بیا ولګول.
لویدیځ قدرتونه ایران تورنوي چې د یورانیمو د لوړې کچې غني کولو له لارې د اټومي وسلو د جوړولو دامکاناتو د پراختیا لپاره پټه اجنډا لري. خو تهران وايي چې د دوی اټومي پروګرام په بشپړ ډول د سوله ایزو اهدافو لپاره دی.