د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو پي، او آر کارتونه نه تمدیدوي

یو افغان کډوال په داسې حال کې چې خپل د کډوالۍ کارت ښيي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي حکومت پرېکړه کړې چې په دې هیواد کې د میشتو  افغان کډوالو د  POR کارتونو موده ونه غځوي. یو شمېر پاکستاني رسنیو د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر محسن نقوي له قوله دا اعلان کړی دی.

د خیبر پښتونخوا په اټک سیمه کې میشت ثنا ګل چې د "پي- او- ار" کارت لري وايي د دغه کارتونو د نه تمدید کېدو خبر دی او د ده کورنۍ سخت اندېښمن کړي دي.

ثناګل چې د یوې نهه کسیزې کورنۍ سرپرست دی ازادي راډيو ته یې وویل چې له تېرو ۴۵ کالو راهیسي په خیبر پښتونخوا کې ژوند کوي او افغانستان ته بېرته ستنېدل ورته سخت دي.

نوموړی زیاتوي"له تېرې ورځې راهیسي چې دا اعلان شوی موږ ټول ډېر اندېښمن یو. که افغانستان ته ځو اول خو ان د موټر کرایه نه لرو، دوهم دا چې هلته ستونزې زیاتي دي موږ هلته څه وکړو. له یو این ایچ سي آر څخه غواړو چې موږ دې دریم هیواد ته انتقال کړي، لږترلږه دومره خو به ګټو چې د کورنۍ لګښتونه پوره کړو. په افغانستان کې ستونزې زیاتې دي."

افغان کډوال وايي، له دې اعلان وروسته هره خوا امنیتي پوستې زیاتې شوي دي.

په اسلام آباد کې دېره حاجي رحمت الله بل افغان کډوال دی چې ورته اندېښنه لري. نوموړی وايي"د دې اعلان له خپرېدو وروسته هرې خوا ته امنیتي پوستې زیاتې شوي دي، افغانان تنګوي. دلته زموږ کورونه دي، زموږ کاروبارونه دي، اوس مهال هر څه ځنډېدلي دي، زموږ کار بند دی. نه پوهیږم چې څه وکړو. نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې مداخله وکړي. هیڅوک زموږ پوښتنه نه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د پی او ار کارتونو موده لا بخوا پای ته رسېدلې ده او د پاکستان حکومت د دې کارتونو لرونکو کډوالو ته د تېرې جون میاشتې تر ۳۰ مې له دې هیواده د وتلو وروستی مهلت ټاکلی و.

که څه هم د پاکستان د کابینې یو شمېر وزیرانو د دې کارتونو د مودې د غځولو غوښتنه کړې وه خو تازه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې حکومت به د دغه کارتونو موده ونه غځوي.

یو شمېر پاکستاني رسنیو له دې ډلې سما ټلویزیون د جمعې په ورځ (د جولای ۱۸ مه) راپور ورکړ چې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا خبرې له خبریالانو سره په یوه ناسته کې کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي، هغه افغانان چې له پاکستانه ایستل کیږي دوی به په تور لست کې شامل شي او بیا به دغه هیواد ته د ننوتلو اجازه ونه لري.

نوموړي ویلي چې تور لسټ ته د ایستل شویو افغانانو اچول د پاکستان په ملي پالیسو کې د پراخ بدلون یوه برخه ده.

افغان کډوال پر پاکستان د نړیوال فشار زیاتېدل غواړي څو پر خپله پریکړه بیا غور وکړي.

په همدې حال کې د کډوالي د برخې یو شمېر څارونکي د پاکستان دا پرېکړه غندي او دا له نړیوالو اصولو سرغړونه یې بولي.

له ډلې یې عبدالرازق عدیل ازادي راډيو ته وویل"د پاکستان له لوري د"پې او ار" کارتونو د نه تمدید کولو او د افغان کډوالو د اخراج پرېکړه د افغانستان لپاره یوه انساني فاجعه ده، دا پرېکړه نه یوازې میلیونونه افغانان له سختو ستونزو سره مخ کوي بلکې د افغانستان لپاره به د یو بل انساني او اقتصادي بحران لامل شي. دا اقدام د هر ډول نړیوالو اصولو او د کډوالۍ د قوانینو خلاف پرېکړه ده. دا د افغانستان پر اوږدو یو بل دروند بار دی."

ښاغلی عدیل وايي د دې بحران د مخنیوي لپاره اړینه ده چې پر پاکستان نړیوال فشار زیات شي څو دغه هیواد په خپله پریکړه بیا غور وکړي.

د راپورونو له مخې په پاکستان کې د پي او ار کارتونو لرونکو افغان کډوالو شمېر ۱ میلیون ۴ لکه کسانو ته رسیږي.

"پي او ار" د کډوالۍ هغه کارتونه دي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ له خوا په ۲۰۰۷ کال کې افغان کډوالو ته ورکړل شوي دي.

په وروستیو کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ډله ییز اخراج پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې افغانستان د راستنېدونکو لپاره خوندي هیواد نه دی.

دوی ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پراخې بشري سرغړونې ترسره شوي او د بشري حقونو وضعیت خراب شوی دی.