د ترکیې لپاره د امریکا سفیر، تام باراک، ویلي ،اسرائیل او سوریې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په ملاتړ له یو اوربند سره موافقه کړې.
تام باراک، چې د سوریې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی هم دی، د شنبې په سهار (د چنګاښ ۲۸مه) پر خپله ایکس پاڼه ولیکل: "د اسرائیلو لومړي وزیر او د سوریې ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ملاتړ، له هغه اوربند سره موافقه کړې چې د ترکیې، اردن، او نورو ګاونډیو له خوا یې هرکلی شوی دی."
باراک زیاته کړه: "موږ له درزي، بدویانو او سني وګړو غواړو چې خپلې وسلې کېږدي، د نورو اقلیتونو سره یوځای د نوې، واحدې سوري هویت د جوړېدو لپاره کار وکړي، او له خپلو ګاونډیانو سره سوله او هوساینه کې ژوند وکړي."
اسرائیل په وروستیو ورځو کې پر جنوبي سوریې بریدونه زیات کړي دي. د چهارشنبې په ورځ یې د دمشق ښار شاوخوا، د ولسمشرۍ ماڼۍ او د دفاع وزارت پر سیمو هم بریدونه وکړل.
اسرائیل څو ځله له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د سوریې درزي اقلیت خوندي وساتل شي، او دا چې د سوریې جنوب باید له پوځ او وسلو څخه خالي پاتې شي.
په تېره یوه اونۍ کې د سوریې په جنوب کې د درزي اقلیت او بدوي قبایلو ترمنځ نښتو، چې وروسته د دولتي ځواکونو مداخله هم پکې وشوه، نږدې ۶۰۰ کسان وژلي دي.
تر اوسه د اسرائیلو او سوریې چارواکو په رسمي ډول د دې موافقې په اړه څه نه دي ویلي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د تام باراک دا پیغام بیا شریک کړی دی.