جرمني ۸۱ افغانان، چې په جرمونو محکوم وو، افغانستان ته ولېږل

جرمني نن، د جمعې په ورځ (۲۷ سرطان)، ۸۱ افغان نارینه چې په دې هېواد کې په جرمونو محکوم شوي وو، افغانستان ته ولېږل.

د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریند ویلي، د دې کسانو د شړلو حکم د محکمې له پرېکړې وروسته صادر شوی دی.

له کله چې په افغانستان کې طالبان بیا واک ته رسیدلي، دا دوهم ځل دی چې جرمني افغان پناه غوښتونکي له خپلې خاورې باسي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي هم نن په خپله ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې د کډوالو د ایستلو له قضیې د طالبانو حکومت خبر و.

د کډوالو د ایستلو موضوع یو ځل بیا په جرمني کې پر یوه مهم سیاسي بحث بدله شوې، په ځانګړي توګه په داسې شرایطو کې چې د ښي‌ اړخي افراطي ګوند «بدیل جرمني» (AfD) محبوبیت زیات شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانانو د ایستلو په وروستيو عملیاتو کې قطر هم مرسته کړې او ټینګار یې کړی چې دا بهیر باید په راتلونکي کې هم دوام وکړي.