د بریتانیا د دفاع وزارت د یوه چارواکي له لورې د افغانانو د شخصي معلوماتو له افشا کیدو وروسته څرګنده شوه چې د یوې پټې طرحې له مخې زرګونه افغانان بریتانیا ته انتقال شوي دي.
رویترز خبري اژانس لیکلي، په دغو معلوماتو کې، چې د ۲۰۲۲کال په فبرورۍ میاشت کې په تیروتنه د دفاع وزارت د یوه چارواکي له لورې پر فیسبوک خپاره شوي وو، د شاوخوا ۱۹ زره افغانانو نومونه او معلومات شامل وو — دا هغه کسان وو چې غوښتنه یې کړې وه چې بریتانیا ته انتقال شي.
دا پېښه یوازې شپږ میاشتې وروسته له هغه وشوه چې طالبانو کابل ونیوه.
د بریتانیا مخکینی حکومت په ۲۰۲۳کال کې د دغو معلوماتو د افشا کیدو په اړه خبر شو چې نهه میاشتې وروسته يې د افغانانو د بیا میشتیدو لپاره یوه طرحه جوړه کړه چې له مخې یې ۴۵۰۰ افغانان بریټانیا ته انتقال شول.
خو دغو افغانانو ته پرون سېشنبې د معلوماتو د افشا کیدو په اړه خبر ورکړل شوی دی.
د بریټانیا دفاع وزیر جان هیلي د معلوماتو د افشا کیدو له کبله بښنه غوښتي ده.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، هغو کسانو ته چې شخصي معلومات يې افشا شوي د احتیاطي تدابیرو ویل شوي وو.
رویترز د بریټانیايي چارواکو په حواله لیکي، ښايي طالبان د دغو معلوماتو له خپریدو خبر نه وو، خو دا تاییدول هم ستونزمن دي چې اغیزمن کسان به د معلوماتو د افشا کیدو له کبله له جدي خطر سره مخامخ شوي وي که نه وي.