لاس انجلس کې تېره شپه ګرځبندیز حاکم و، هلته د پوځ استولو غبرګونونه پارولي

لاس انجلس کې د کډوالو مظاهرې

د متحده ایالتونو د دویم لوی ښار لاس انجلس ډېرو برخو کې تېره شپه ګرځبندیز لګیدلی و.

دا ګرځبندیز په ظاهره د هغو اعتراضونو او ناکراریو د ارامولو لپاره لګول شوی چې له پنځو ورځو راهیسې لاس انجلس کې پيل او اوس یې څو نورو ښارونو ته لمن غځیدلې ده.

دا اعتراضونه وروسته تر هغه پیل شول چې د کډوالۍ او ګمرک مسولانو د لاس انجلس په هغو سیمو کې چې ډیری وګړي يې لاتین ټبره دي، عملیات پيل کړل.

د امریکا چارواکي د عملیاتو هدف د ناقانونه کډوالو نیول او اخراج بولي.

په لاس انجلس، اسټن او یوشمېر نورو ښارونو کې مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي او د کنټرول لپاره یې د ملي ګارد او سمندري ځواک زرګونه سرتیري استول شوي دي.
د مظاهرو کنټرول ته د ټرمپ له خوا د پوځیانو د استولو پریکړې د امریکا دننه د پوځ د کارونې د څرنګوالي په اړه غبرګونونه هم پارولي او یوشمېر سیاستوالو دا کړنه غندلې ده.