امریکايي استازی د حزب‌الله او اسراییلو ترمنځ د سولې موافقې نهايي کولو لپاره بېروت ته رسېدلی

د منځني ختیځ د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی اموس هوخشتاین

د منځني ختیځ د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی اموس هوخشتاین نن د لبنان پلازمېنې بیروت ته ورسېد.

د منځني ختیځ لپاره د امریکا د حکومت استازی اموس هوخشتاین نن سهار بيروت ته ورسېد او ورپسې د لبنان د پارلمان د رییس نبیه بیري استوګنځي ته ولاړ څو په هغو خبرو کې برخه واخلي چې هدف یې د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د سولې د موافقې نهايي کول دي.

نبیه بیري د سولې په خبرو کې د حزب‌الله استازیتوب کوي.

حزب‌الله چې د لبنان جنوبي سیمې اداره کوي، د دې ترڅنګ چې سیاسي ګوند دی، پوځي څانګه هم لري. متحدایالات حزب‌الله تروریستي ډله بولي، خو اروپايي ټولنې یې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د سولې پلان چې طرح یې متحدوایالاتو جوړه کړې له څو اونیو راهیسې په رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

د لبنان د امنیتي سرچینو په وینا، د دې طرحې په اساس اسراییل او حزب‌الله باید د شپېتو ورځو لپاره پر یوبل حملې ونه کړي، د اسراییلو پوځ به په دې موده کې له لبنان څخه وځي او د لبنان او اسراییلو په سرحد کې به د لبنان دولتي ځواکونه ځای پرځای کېږي.

د عکس ښي لور ته د لبنان د پارلمان رییس نبیه بیري او چپ لور ته د منځني ختیځ لپاره د امریکا د حکومت استازی اموس هوخشتاین د روغبړ پر مهال

له ۶۰ ورځو وروسته به اسراییل او لبنان د ملګرو ملتونو د ۱۷۰۱پرېکړه‌لیک د پوره تطبیق لپاره په خپلو کې خبرې پیلوي.

د جرمني د خبري آژانس د راپور له مخې، حزب‌الله د متحدوایالتونو د طرحې مسودې ته د راتلونکو خبرو لپاره د یوه اساس په سترګه ګوري.

د اسراییل پوځ چې له تېرې سپټمبر میاشتې راهیسې یې د لبنان په خاوره کې پراخ بریدونه پیل کړي، وایي چې غواړي حزب‌الله له خپلو شمالي سرحدونو لیرې کړي څو وګړي یې وکولای شي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

په دې ترڅ کې اسراییلي الوتکو د لبنان په خاوره کې بمبارۍ وکړې او کله ناکله یې د پلازمېنې بیروت په جنوبي برخو کې هم هوايي حملې ترسره کړې.

د حزب‌الله وسله‌والو له فلسطینۍ حماس ډلې سره چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي د خواخوږۍ له مخې، پر اسراییلو د توغندیو حملې کولې.

د اسراییلو د بریدونو له کبله د لبنان یوه ویجاړه شوې سیمه

اسراییل د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه وروسته له هغه په غزه کې د حماس پر ضد عملیات پیل کړل چې د دې ډلې وسله‌والو یې پر قلمرو برید وکړ.

د حزب‌الله د حملو له کبله شاوخوا ۶۰زره اسراییل وګړي له خپلو کورونو وتلو ته اړ شول.

د دې جګړې له پیل راهیسې ۷۷ تنه اسراییلیان ووژل شول او شاوخوا شپږنیم سوه نور ټپیان شول، خو په لبنان کې د اسراییلو هوايي حملو له ۳زرو ډېر کسان ووژل.

د لبنان سرپرست صدراعظم نجیب میقاتي پرون د قطر العربیه تلوېزیون ته وویل چې هېواد یې د امریکا د سولې طرحې ته په مثبت نظر ګوري، خو د هغه په وینا ځینې ټکي شته چې وضاحت او ارزونه غواړي.