که څه هم ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ځینو سازمانونو مخکې له دې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د علني اعدامونو ترسره کول ودروي، خو د دسمبر په لسمه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په درشل کې، په خوست کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې د سه شنبې په ورځ «دسمبر په دویمه نیټه» د دې ولایت په ورزشي لوبغالي کې به یو کس په عام محضر کې اعدام شي.
په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا حکم به د سهار شاوخوا لس بجې د طالب چارواکو او د خوست اوسیدونکو په حضور کې پلی شي.
ده له خلکو غوښتي چې د وسلو او په کمرو مجهزو ټلیفونونو پرته د پیښې ځای ته ورشي.
د نوموړي په ټکو، محکوم شوی کس د یاد ولایت په علیشیر او ترزیو ولسوالیو کې د یوې "دردناکې" پیښې په تړاو د قاتل په توګه پیژندل شوی.
طالبانو په افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې، په عام محضر کې د اعدامونو او نورو بدني سزاګانو په ګډون د سزاګانو لړۍ بیا پیل کړې دي.
دوی تر اوسه پورې ۱۱ کسان په عام محضر کې اعدام کړي، چې ډیری یې په ورزشي لوبغالو کې وو.
د بشري حقونو یو شمېر فعالانو علني اعدامونه غندي او وایي چې دا نه یوازې د بشري حقونو سرغړونه ده بلکې په ټولنه کې ویره هم خپروي.
د بشري حقونو فعال واسع سیدي ازادي راډیو ته وویل چې دا اقدامات سختې رواني اغیزې لري، په ځانګړې توګه په ماشومانو، او په ټولنه کې تاوتریخوالی نورمالوي او د اعدام شویو کسانو انساني کرامت نقضوي.
«په عام محضر کې دا ډول اعدامونه تاوتریخوالی عادي کوي او تر ټولو بده یې د ماشومانو لپاره ده،د بشري حقونو له نظره د هر اعدام شوي کس انساني کرامت نقضېږي، هر څومره چې جرم لوړ او جدي وي، اعدامونه باید په عام محضر کې ترسره نه شي،دا د نړیوالو قوانینو جدي سرغړونه ده، دا ډول تاوتریخوالی په ټولنه کې ګډوډي رامنځته کوي او خلک د ناامنۍ احساس کوي.»
د بشري حقونو دغه فعالان له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو غوښتنه کوي چې پر طالبانو فشار راوړي څو دا علني اعدامونه ودروي.
د بېلابېلو ولایتونو یو شمیر اوسیدونکو هم مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې طالبان دوی مجبوروي چې د احکامو د پلي کېدو، علني اعدامونه او بدني سزاګانو شاهدان اوسي، هغه څه چې په خبره یې، د دوی په رواني حالت یې منفي اغیزه کړې ده.
له دې وړاندې هم د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو سازمانونو د طالبانو د حکومت لخوا علني اعدامونه د نړیوالو اصولو او بشري حقونو معیارونو سرغړونه بللې او د سمدستي بندیدو ټینګار یې کړی دی.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د علني اعدامونو دوام په ټولنه کې د ویرې کچه لوړوي او خلک تاوتریخوالي ته بې حسه کوي، خو د طالبانو حکومت دا بهیر "د شریعت پلي کول" بللي دي.
که څه هم د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې علني اعدامونه له شفافو څېړنو او د عدالت له تامیننېدو وروسته ترسره شوي، خو ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د دې پروسې د شفافیت په اړه شکونه څرګند کړي او په مکرر ډول یې د طالبانو حکومت د مناسب عدالت او قضايي سیسټم په نشتوالي تورن کړی دی.
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي چې طالبان د خلکو د خلکو د ویرولو او د کنټرول لپاره له علني اعدامونو څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
ښاغلي بنټ د روان کال د «اکتوبر په ۲۲مه» وروسته له هغه چې طالبانو په بادغیس ولایت کې یو کس په عام محضر کې اعدام کړ، وویل چې د داسې سزاګانو تطبیقول په ځانګړي ډول هغه وخت خطرناک دي کله چې د طالبانو د قضايي سیسټم په چوکاټ کې ترسره شي، کوم چې د ده په خبره “خپلواک نه دي او د مناسبې پروسې نه لري".
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بنټ دا مهال دوحې ته د خپل څلور ورځني سفر په دویمه ورځ کې دی، چیرې چې هغه به د قطر حکومتي چارواکو، یو شمیر افغانانو او د نړیوالې ټولنې غړو سره د افغانانو د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړي.