د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۴

ریچارد بېنیټ نن دوحه کې د افغانانو د بشري حقونو په اړه بحثونه پيلوي، د ښځو فعالانې دا هڅې ستایي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارد بېنیټ نن د ډسمبر لومړۍ نیټه په دوحه کې د افغانانو د بشري حقونو په اړه خپل بحثونه پيلوي. د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې دوحې ته د بېنېټ سفر ګټور بولي او وایي، کولای شي یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې پام د بشري حقونو وضعیت ته واړوي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د قطر پلازمېنې دوحې ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ سفر په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته د نړیوالې ټولنې پام راړولو ته ښه فرصت بولي.

دوی هیله څرګندوي چې دا سفر او قطري چارواکو او د نړیوالې ټولنې له غړو سره د ښاغلي بنټ لیدنې کولای شي د افغان ښځو حقوقي ستونزې او محدودیتونه رابرسېره او د دوی د حقونو د ساتنې لپاره عملي او اغیزمنو اقداماتو ته لاره هواره کړي.

له دې ډلې د ښځو د حقونو فعالې ناهید مسعودي ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی بېنېټ باید د دې سفر په ترڅ کې د عملي حل لارو د موندلو په هدف د افغانانو د بشري حقونو ستونزې مطرح کړي."زه هیله لرم چې د دوی دا سفر عملي اړخ ولري او د افغانستان وضعیت او په دې هیواد کې د بشري حقونو وضعیت چې د طالبانو ډلې لخوا ترسره کیږي، بدلون ومومي او په طالبانو به فشار زیات شي او دوی ځواب ورکوونکي وګرځوي، او هیڅ کله پهدې مفکورې او پروسې چې روان دي په رسمیت ونه پیژندل شي."

د ښځو د حقونو بله فعاله، فاطمه اعتمادي وايي چې که څه هم په تیرو څلورو کلونو کې نړیوالو سفرونو او غونډو د افغان ښځو د حقونو د ښه کېدو په برخه کې کومه محسوسه پایله نه ده ورکړې، خو ټینګار کوي چې په افغانستان کې واقعیتونه، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو وضعیت باید بیا تکرار او وڅېړل شي."د افغانستان واقعیتونه باید په واقعي ډول د نړیوالې ټولنې، نورو سازمانونو او هیوادونو په حضور کې تکرار او وڅیړل شي ترڅو موږ وکولای شو یوه مطلوبه او ښه پایله ترلاسه کړو، د افغانستان اوسنی وضعیت، په ځانګړې توګه د افغان ښځو وضعیت که په بنسټیز ډول بدلون ونه ومومي، نو لږ تر لږه د افغان ښځو په برخلیک کې یو بېړنی او لږ بدلون راشي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ به د دسمبر له لومړۍ تر څلورمې پورې د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د خبرپاڼې له مخې، نوموړی به د قطر حکومتي چارواکو، یو شمیر افغانانو او د نړیوالې ټولنې له غړو سره وګوري ترڅو د هغو لارو چارو په اړه خبرې اترې وکړي چې څنګه د سیمې او هاخوا هیوادونه د افغانانو د حقونو ملاتړ کولای شي.

وړاندې راغلي چې سیمې ته د بېنېټ دا سفر د افغانستان د وضعیت په اړه د همغږۍ غبرګون رامنځته کولو لپاره د هغه روانې هڅې روښانه کوي ، او په دې اړه به هم خبرې وکړي چې د ټولو افغانانو لپاره د بشري حقونو د ښه کولو لپاره کومې "ټولې اسانتیاوې" اړینې دي.

د طالبانو حکومت افغانستان ته د ریچارډ بېنیټ پر سفر بندیز لګولی دی، خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د روان کال په اکتوبر میاشت کې په دې هیواد کې د بشري حقونو د وضعیت د څارنې لپاره د هغه ماموریت وغځاوه.

د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې د ښځو د حقونو په ګډون بشري حقونه په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

طالبانو وړاندې د افغانستان په اړه غونډې چې د طالبانو له استازو پرته له هیواده بهر ترسره کیږي، د افغانستان د وضعیت په بدلولو کې بې اغیزې بللې دي.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې، نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتون ته له تګه منع کړې دي، او په ډیرو دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې له کار کولو راګرځولي دي.

دوی دغه شان د ښځو د تفریحي ځایونو، حمامونو او ورزشي لوبغالو ته د تګ او له محرم پرته پر اوږد واټن سفر هم محدودیتونه لګولي دي.

د افغان ښځو د حقونو فعالینې هیله مندې دي چې په دوحه کې دا نړیوالې غونډې او تعاملات کولای شي په افغانستان کې د زده کړو، کار کولو، ټولنیز ګډون، او ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو په بیرته راګرځولو کې مرسته وکړي، او نړیواله ټولنه دې ته اړ وباسي چې د افغانستان د وضعیت لپاره لا مسؤلیت ومني.

قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان په اړه د غونډو او بحثونو د کوربه توب لپاره یو له مهمو مرکزونو ګرځیدلی دی، او دغه هیواد د افغانستان په اړه د خبرو اترو او منځګړیتوب په برخه کې د پام وړ رول لوبولی دی.

د تېر جمهوري نظام له نسکوریدو وروسته، دوحې د "دوحې پروسې" په نوم د مختلفو غونډو کوربه توب هم کړی دی، چې په کې د ملګرو ملتونو، سیمه ییزو هیوادونو، طالبانو او یو شمیر افغان شخصیتونو استازو د بشري مرستو او په افغانستان کې د سیاسي، امنیتي او بشري حقونو وضعیت په اړه بحثونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG