چابهار بندر د افغانستان لپاره وروسته تر دې ستراتیژیک اهمیت پيدا کړ چې په دوه زره شپاړسم کال کې د افغانستان، ایران او هند ترمنځ درې اړخیز تړون لاسلیک شو. د دې تړون له مخې افغان سوداګرو په رسمي ډول اجازه ترلاسه کړه چې د دې سمندري بندر له لارې صادرات او واردات وکړي او هند لس کاله هلته د یوشمیر امتیازاتو په بدل کې پانګونه وکړي. تر دې تړون وروسته هند د ایران تر سرحد د دلارام- زرنج لویه لار جوړه کړه چې افغانستان له چابهار سره وصل شي.
چابهار د ایران په جنوب ختیځ کې د سیستان او بلوچستان په ایالت کې دی چې د منځنۍ اسیا هیوادونو او افغانستان لپاره یوه مهمه اقتصادي او تجارتي دروازه ګڼل کیږي.
دې بندر ته په پنځوسمه او شپیتمه میلادي لسیزو کې هم د افغانستان د هغه وخت واکمنانو د یوې احتمالي بدیلې لارې په توګه کتل خو په هغو کلونو کې په چابهار بندر کې سمه پاګونه نه وه شوې او دې ته نه و چمتو شوی چې له دې لارې دې تجارت وشي. بل لور ته له نولس سوه شپیتمو کلونو رانیولې د نولس سوه اتیایمو میلادي کلونو تر وروستیو په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد نفوذ د دې سبب شوی و چې افغانستان تر ډيره د شوروي بلاک له لارې مالونه صادر کړي. په نولس سوه نهه اویایم کال کې چې شوروي ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ د ایران او افغانستان اړیکي کمزوري شول چې بیا په دې کلونو کې د چابهار له لارې د صادراتو او وارداتو احتمال تقریبا له منځه ولاړ او په نولس سوه شپږ نویم کال کې د طالبانو د لومړۍ دورې له واکمنۍ سره د کابل او تهران روابط خورا ټیټې کچې ته ورسیدل چې هغه مهال ایران په هیڅ ډول دې ته لیوالتیا نه لرله چې افغان سوداګرو ته د خپلې خاورې له لارې د ترانزیت زمینه برابره کړي.
د طالبانو د لومړۍ دورې له سقوط وروسته چې کله نړیوالې ټولنې افغانستان ته مخه کړه یو ځل بیا چابهار ته توجه زیاته شوه، دا پاملرنه هغه وخت نوره هم ډیره شوه چې هند له پاکستان سره د خپلو سیاسي اختلافاتو له امله د پاکستان خاوره افغانستان او منځنۍ اسیا ته د ترانزیټ لپاره نه شوای کارولی نو هڅې یې پیل کړې چې د دې ترانزیټ بدیله لار پيدا کړي. همهغه و چې هند په چابهار کې د پانګونې ژمنې وکړې او کلونه وروسته، په دوه زره اوولسم کال کې د هند لومړۍ تجارتي بیړۍ چابهار بندر ته ورسیده او له هغه ځایه یې مالونه افغانستان ته انتقال کړل. دوه کاله وروسته د افغانستان محصولات لکه وچه میوه او زعفران د چابهار بندر له لارې هند ته صادر شول.
د دوه زره یو ویشتم کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ سره سم یو ځل بیا د چابهار بندر له لارې د افغانانو د صادراتو او وارداتو چارې ټکنۍ شوې. هند په کابل کې خپل سفارت بند کړ او طالبانو له پاکستان سره ښه روابط لرل، خو د وخت په تیریدو دا اړیکي هغسې پاتې نه شوا لکه څرنګه چې وو؛ همدې ته په کتو یو ځل بیا هند د چابهار بندر له لارې صادراتو ته په داسې حال کې زړه ښه کړ چې په کابل کې واکمنه اداره، واشنګتن په رسمیت نه پيژني او واشنګتن پر تهران بندیزونه زیات کړې دي.
د دوه زره څلرویشتم کال په مې میاشت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر په کلکته کې وویل:
« که تاسو په تیرو وختونو کې د چابهار په اړه د امریکا دریځ ته ځیر شئ، امریکا دا واقعیت منلی چې چابهار ډير اهمیت لري، نو د همدې لپاره موږ په دې بندر کې پانګونه کوو».
د کابل او اسلام اباد روابط د دوه زره پنځه ویشتم کال په اکتوبر کې دې کچې ته راورسیدل چې د پاکستان جنګي الوتکو پر کابل بمباري وکړه او طالبانو د دې په ځواب کې د ډیورنډ کرښې پر اوږدو د پاکستان د پوځ پر امنیتي پوستو ډزې وکړې چې د دې جګړې له امله دواړو لوریو ته په لسګونو کسان ووژل شول.
د سیاسي علومو استاد نصر اله ستانکزی وایي چې د کابل او اسلام اباد خرابو روابطو طالبان هند ته نژدې کړي:
« پاکستانیانو فکر کاوه چې طالبان به په داسې یوه ځواک بدل شي چې څرنګه په کابل کې قدرت ترلاسه کړي په طبیعي ډول به د پاکستان ستراتیژیکي غوښتني ومني اما شرایطو په تیرو څلورو کلونو کې راوښوده چې داسې ونه شو. یعني پاکستان له طالبانو ناراضه دی چې ولې د هغوی هاغه ستراتیژیک عمق نه مني. دا یې یوه مساله، دوهمه مساله دا ده چې کله د پاکستان له لورې طالبان ناامیده کیږي بیا په طبیعي ډول هند چې د پاکستان حریف دی، ځان طالبانو ته نژدې کوي»
د کابل او اسلام اباد کړکیچنو اړیکو یو ځل بیا چابهار ته د کوربه ایران او هند توجه زیاته کړې.
د اقتصاد استاد تاج محمد تلاش وایي چې د افغانستان لپاره چابهار ډير اهمیت پيدا کړی دی او که چیرته ایران تر بندیزونو لاندې هم وي د افغان سوداګرو لپاره دا غوره تجارتي لاره ده:
« له پنځوسو کلونو را په دې خوا موږ ته د کراچي او واګه بندرونه په ډیرو زهرجنو لارو بدل شوي، نو که څومره مشکلات په چابهار کې وي، تسهیلات کم وي او یا هم د امریکا د بندیزونو ګواښ وي، افغانانو ته، خصوصي سکتور ته بله لاره نه شته ځکه چې چابهار له هند سره، چابهار له ترکیې سره او چابهار له روسیې سره افغان سوداګر ترانزیټ وصلوي»
ښاغلي تلاش زیاته کړه چې ښایي په لومړیو کې د افغان سوداګرو ګټه د چابهار له لارې په صادراتو او وارداتو کې کمه وي، خو په منځمهال او اوږدمهال کې به بیرته هغه د ګټې بدیل ترلاسه کړي.
رویټرز اژانس د طالبانو په وینا په نومبر کې راپور ورکړ چې ایران
په چابهار بندر کې عصري تجهیزات او د ایکس رې سکنرونه نصب کړي دي په ورته وخت کې یې د افغانستان کارګو ته د بندر په تعرفو کې دیرش فیصده کمښت راوستی، د تجارتي مالونو د زیرمه کولو فیس یې پنځه اویا په سلو کې ټیټ کړی او د وسایطو فیس یې هم پنځه پنځوس په سلو کې کم کړی دی.
خو د ایکو هیوادونو او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو پخوانی مشر اذرخش حافظي په دې نظر دی چې د چابهار له لارې د افغانستان صادرات ستونزمن دي:
« زموږ د تازه میوې او ترکارۍ لپاره مارکیټ شته؛ هند دی. موږ هند ته د چابهار له لارې مال استولی شو خو ګرانه تمامیږي، وخت پرې تیریږي او په عادي لاریو کې دا صادرات نه شي کیدای، ځکه چې تر چابهار پورې تقریبا دوه زره کیلومتره لاره ده او په عین حال کې بیا د سمندر له لارې چې د هند تر ټولو نژدې بندر ته رسیږي هغه له ډیلي څخه تر دوه زره کیلومتره لرې دی، نو دا مالونه خرابیږي او وراسته کیږي»
د کراچي بندر ته د افغانستان د سوداګرو مالونه په درې ورځو کې رسیږي او له دې لارې په دوه زره څلرویشتم کال کې د افغان تاجرانو تجارت نژدې یو نیم میلیارډه ډالرو ته ورسید. بل لور ته د چابهار بندر له لارې کله ناکله د ګمرکي ستونزو له امله د افغان تاجرانو مالونه تر هند پورې له لسو ورځو تر دوو اونیو پورې وخت اخلي.
که د چابهار بندر له لارې ستونزې وي، له پاکستان سره روابط خراب وي، حل لاره څه ده؟
ښاغلی حافظي په دې باور دی چې افغانان باید له یوې پخوانۍ تجربې استفاده وکړي:
« اتیا کاله مخکې موږ د کندهار د میوې شرکت درلود هلته انار کنسنټریټ کیدل او په ښه کیفیت سره، مثلا له سل ټنه انارو پنځه-شپږ ټنه کنسنټریټ جوړیدل او دا په الوتکه کې هم انتقالیدی شي ځکه چې یو ټن پنځلس زره ډالر قیمت لري، نو موږ کولی شو چې بیرته هغه تاریخي تجربه راژوندۍ کړو او نورې میوې مو هم کمپوت کیدای شي»
د حافظي په باور حتی د ځینو سبزیجاتو د صادراتو په برخه کې هم کیدای شي چې افغان سوداګر پر هوایي دهلیزونو اتکا وکړي:
« د هوا له لارې قیمتي شیان لکه، ګرانبیه ډبرې، یا مثلا جلغوزې، قیمتي وچې میوې، یا طبیعي نباتات لکه زیره، اینجه او دا شیان کولی شو چې صادرکړو اما پياز خو نه شي کیدای چې په الوتکه کې یې بل ځای انتقال کړو خو دا کیدای شي چې دا پیاز وچ کړو او هغه وچ پياز چې ډیر ګران دي حتی اروپا ته صادر کړو او هند ته یې صادر کړو چې هلته هم رواج دي»
که چیرته د افغان سوداګرو ستونزې د هوایي دهلیزو او چابهار له لارې تر یوه بریده هوارې شي او هند په چابهار کې د شوي تړون له مخې نورې پانګونې وکړي، پاکستان به بیرته دې ته زړه ښه نه کړي چې افغانستان ته د کراچي لارې په عادي ډول پرانیزي؟ دا موضوع به د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو له عادي کیدو سره جوته شي، خو دا معلومه نه ده چې دا روابط به کله او څرنګه رغیږي.