خبرونه
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر: پولیسو او استخباراتي ادارو د دې غورځنګ ۳ مهم غړي نیولي دي
د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر تور پورې کړ چې پولیسو او استخباراتي ادارو د دوی د غورځنګ درې مهم غړي نیولي دي.
منظور پشتین نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي چې د دوی د غورځنګ د سیند ایالت مشر نور الله ترین، د دوی د غورځنګ دوه نور چارواکی حنیف پشتین او نظیف لالا د چهارشنبې په ورځ په پیښور کې جوړی شوې جرګې ته ورغلي وو چې تر اوسه بیرته خپلو کورونو ته نه دې ستانه شوي.
پولیسو او استخباراتي ادارو په دې اړه څه نه دې ویلي.
د خیبر پښتونخوا په اسامبلۍ کې د نومبر په دولسمه د واکمن ګوند تحریک انصاف له لورې ټولو ګوندونو ته بلنه ورکړل شوې وه چې په یوه ورځنۍ جرګه کې برخه واخلي او پر دې بحث وکړي چې څرنګه د دې ایالت امنیت ټینګیدلی شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پاکستان حکومت وايي، د هغې ډلې غړي یې نیولي دي چې د اسلام آباد په برید کې یې لاس درلود
د پاکستان حکومت وايي د هغې ډلې څلور غړي نیول شوي دي چې په اسلام آباد کې په وروستي برید کې یې لاس درلود او مرکز یې په افغانستان کې و.
په اسلام آباد کې د یوې محکمې د ودانۍمخې ته د سه شنبې ورځې برید چې پړه یې د تحریک طالبان پاکستان ډلې یوې څانګې ومنله، ۱۲ کسان ووژل او ۲۷ نور یې ټپیان کړل.
د پاکستان حکومت نن په یوه بیان کې وویل، د دې ډلې درې غړي او د هغوی مشر په توقیف کې دي خو دا یادونه یې نه ده کړې چې دا کسان په کوم ځای کې نیول شوي دي. په بیان کې بریدګر د ننګرهار ولایت اوسېدونکی عثمان عارف قاري بلل شوی او دا هم ویل شوي چې دې ډلې ته د حملې پرمهال له افغانستانه د هغو د مشرانو له لوري منظمه لارښوونه کېدله.
بیان زیاتوي چې د برید په اړه تحقیقات روان دي او تمه ده چې په دې اړه نور مسایل به وروسته روښانه او نور کسان به هم ونیول شي.
جرمني پولیسو د جرایمو د عاملانو د موندنې لپاره په دوو ایالتونو کې پراخ عملیات پیل کړي دي
جرمني چارواکي په دوو ایالتونو بادن وورتېمبېرګ او برلین کې د انسانانو د قاچاقبرانو او هغو کسانو پرضد چې له مالیو تښتي، د پراخو عملیاتو د پیل خبر ورکوي.
د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې فدرال پولیسو پرون (د لړم/ عقرب ۲۳مه) وویل چې په اوفنبرګ ښار کې د دې عملیاتو پرمهال د ګمرکونو، فدرال پولیسو او د مالیاتو د تحقیق د قطعو ۶۰۰- ۷۰۰ افسرانو یوشمېر ځایونه تلاشي کړل.
د جرمني پولیسو په وینا دا عملیات د بادن وورتېمبېرګ د جنوبي ایالت پر ځینو ښارونو او همداراز شاوخوا ښارګوټو متمرکز وو، او په برلین کې هم د تلاشۍ عملیات ترسره شول.
په دې اړه چې آیا د دې عملیاتو په ترڅ کې تورن کسان نیول شوي هم دي که نه څه نه دي ویل شوي، خو د جرمني چارواکو په وینا په دې اړه جزییات به نن له ورکړل شي.
پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لپاره اقدامات سخت کړي دي
د پاکستان په ځینو سیمو کې د وروستیو حملو په دوام چارواکو په دې هېواد کې د دېره افغان کډوالو پرضد اقدامات سخت کړي دي.
د پنجاب ایالت پولیسو د افغان کډوالو د موندلو په بدل کې جایزې اعلان کړي او د راپورونو له مخې هرڅوک چې بې اسنادو افغان کډوال پولیسو ته په لاس ورکړي، نو لس زره روپۍ جایزه ترلاسه کوي. ویل کېږي پولیسو په لاهور ښار کې د افغان کډوالو پرضد جدي اقدامات پیل کړي دي.
په پاکستان کې دېره یوشمېر افغان کډوال وايي چې پولیسو په اسلام آباد کې د کورونو مالکانو ته خبرداری ورکړی چې بې سنده افغان کډوال له خپلو کورونو څخه وباسي.
له پاکستانه د افغانانو د جبري ایستلو لپاره اقدامات نژدې دوه کاله مخکې پیل شوي وو، خو وروسته له هغه نور هم جدي شول چې په پلازمېنه اسلام آباد کې د تېرې سه شنبې په ورځ په یوه چاودنه کې ۱۲ کسان مړه او ۲۷ نور تپیان شول.
د هند امنیتي ځواکونو د کشمیر په بېلابېلو سیمو کې پوځي عملیات پیل کړي دي
په نوې ډېلي کې له خونړۍ حملې څو ورځې وروسته د هند امنیتي ځواکونو په هندي کشمیر کې د یوې ممنوع اسلامپالې ډلې پرضد عملیات پیل کړي دي.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر د بېلابېلو سیمو پولیسو په خپلو بیانونو کې ویلي دي چې ډېری دا عملیات له چارشنبې ورځې راهیسې پیل شوي او د دوی په وینا د جماعت اسلامي د ګوند مرکزونه پکې په نښه شوي دي.
د صدراعظم نریندرامودي هندو ملتپال واکمن ګوند جماعت اسلامي په ۲۰۱۹ کال کې د یوې غیرقانوني ډلې په توګه ممنوع اعلان کړ.
چارواکو رسما نه دي ویلي چې روان پوځي عملیات د نوې ډېلي سره جومات ته له نژدې چاودنې سره چې ۱۲ تنه یې ووژل ارتباط لري خو پولیسو له دې حملې وروسته د هندي کشمیر په اړوندو سیمو کې امنیتي تدابیر ټینګ کړي دي.
طالبانو له ازبکستان سره د صادراتو په برخه کې تفهاهم لیک لاسلیک کړ
افغان طالبانو له ازبکستان سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د ازبکستان د هوایي ډګرونو له لارې د افغانستان زراعتي محصولات نورو هیوادونو ته صادر شي.
د طالبانو د بلخ د والي ویاند حاجي زید د پنجشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې له ازبکستان سره د لاسلیک شوې تفاهمنامې له مخې د افغانستان میوې او سبزبیجات به د ازبکستان د هوایي ډګرونو له لارې د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او اروپایي هیوادونو بازارونو ته صادر شي.
له نژدې یوې میاشتې راهیسې پاکستان له افغانستان سره لارې بندې کړې دي چې له امله یې افغان سوداګرو ته سخت زیانونه اوښتې دي. د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پرمهال له سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان په ځای نورې بدیلې لارې پیدا کړي.
د افغانستان یوشمیر سوداګرو ازادي راډيو ته ویلي دي چې ښایي د دوی لپاره دا اسانه نه وي چې د پاکستان د لارو بدیل ژر پیدا کړي ځکه چې پاکستان د افغانستان د میوو او سبزیجاتو نژدې او لوی بازار دی.
اسلام اباد د سریلانکا کرکټ لوبډلې ته د امنیت ډاډ ورکړ
د سریلانکا کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ وویل چې لوبغاړي به یې په پاکستان کې پاتې شي چې له کوربه هیواد او زیمبابوې سره راتلونکې اونۍ درې اړخیزې لوبې ترسره کړي.
د سریلانکا کرکټ بورډ وروسته تر دې دا پریکړه وکړه چې پرون د پاکستان حکومت دوی ته ډاډ ورکړ چې د لاهور پرځای به دا لوبې په راولپنډۍ کې ترسره شي.
په دوه زره نهم کال کې په لاهور کې د سریلانکا د کرکټ پر لوبغاړو برید شوی و چې شپږ لوبغاړي یې پکې ټپيان شوي وو.
د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې تر ځانمرګي برید وروسته چې دولس تنه پکې ووژل شول او اووه ویشت نور ټپيان شول، د سریلانکا لږ تر لږه اته لوبغاړو د امنیتي ستونزو له ویرې وویل چې بیرته خپل هیواد ته ستنیږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پرون وویل چې د هیواد د پوځ مشر د سریلانکا دفاع وزیر ته ډاډ ورکړی چې د دوی د کرکټ ټیم امنیت به پوځ په خپله ونیسي.
په کابل کې د بریښنا پارچوي ته د خلکو اندیښنې
د ژمي په رارسیدو سره د کابل په ښار کې د بریښنا پارچوي زیاته شوې ده او خلک شکایت لري چې مسوولین یې باید غم وخوري.
د کابل ښار په ځینو سیمو کې په څلرویشت ساعتونو کې دوه ساعته او په ځینو کې پنځه ساعته بریښنا وي.
د بریښنا شرکت چارواکي وایي چې د ښار اړتیا له شپږ سوه پنځوسو تر اووه سوه میګاواټو پورې ده او دوی د درې نیم سوه او څلور سوه میګاواټه ترمنځ بریښنا لري.
که څه هم د برښنا شرکت ویاند محمد صادق حق پرست کورنیو رسنیو ته په خبرو کې له کابل ښاریانو غوښتې دي چې صبر وکړي، خو د ښار اوسیدونکي وایي چې د تیرو کلونو تجربې ورته ثابته کړې ده چې د ژمي له راتګ سره پارچوي نوره هم زیاتیږي.
متقي: له پاکستان سره دې ستونزې د خبرو له لارې حل شي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له پاکستان سره د اختلافاتو د حل کیدو لپاره پر مذاکراتو ټینګار وکړ.
امیرخان متقي دا خبره پرون په کابل کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسلامي همکاریو د سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت صلاح سره د لیدو پرمهال وکړه.
بل لور ته طارق علي بخیت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ او ویې ویل چې د دوو ګاونډیو مسلمانو هیوادونو ترمنځ باید دا اختلافات د خبرو له لارې حل شي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکي په وروستیو کې هغه وخت ډيرې خرابې شوې چې تیره میاشت پاکستاني الوتکو پر کابل برید وکړ، په ځواب کې یې طالبانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو پر پاکستاني پوځي پوستو حملې وکړې.
تر دې نښتو وروسته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د روغې جوړې خبرې په دوحې او استانبول کې وشوې چې د دواړو هیوادو ترمنځ یې اوربند ته لاره پرانیسته، خو لاهم اړیکي کړکیچن دي او د دواړو هیوادو ترمنځ د تګ راتګ لارې بندې دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت: د عراق له زندانونو ۲۹ افغانان خوشي شوي دي
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د عراق له زندانونو نهه ویشت افغانان خوشي شوي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، راغلې دي چې دا افغانان د نیمروز له لارې افغانستان ته داخل شول.
د خبرپاڼې له مخې په عراق کې دغو افغانانو له پنځو تر نهو میاشتو پورې بند تیر کړی وو.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې دا نه ده روښانه شوې چې دا کسان په کومو جرمونو په عراق کې زنداني شوي وو.