د سمنګان ولایت زلزله ځپلې او د شپږو ماشومانو مور ناهید د نومبر په ۱۱ مه ازادي راډیو ته وویل:
"زما ایندرو او ماشوم یې تر ویجاړ شوي کور لاندې پاتې وو، پنځه ورځې روغتون کې وو، اوس یې کور ته راوستي او اوس هم ډاکتران وایي چې وضعیت یې ښه نه دی، زما او د لورګانو وضعیت مې هم ښه نه دی، دلته هېڅ داسې د روحي رواني ناروغیو ډاکتران یا مشاورین هم نشته او نه کومه ښځینه ډاکتره راغلې، تر اوسه پورې هېڅ چا موږ سره مرسته نه ده کړې، ډیری کورونه ویجاړ شوي، موږ هم دلته هره شېبه په وېره کې ژوند کوو ځکه که بله زلزله وشي، کور به راولوېږي، کور مو ۷۰ فیصده تخریب شوی."
ناهید زیاتوي چې دا او ماشومان یې د زلزلې د ټکانونو له امله په روحي او رواني نارامیو اخته او وخت په وخت سخت وېرېږي.
د سمنګان ولایت د تنګي تاشقرغان سیمې اوسېدونکی او زلزله ځپلی شېرخان هم ورته وضعیت بیانوي وایي دوی مرستو ته اړ دي، خو په کافي اندازه ورسره نه دي شوي :
"زلزله چې وشوه، زموږ کور ونړېده، موږ اوس ډېر بد وضعیت کې یو،مرستې دومره نه دي شوي، خیمې یې راوړي په همدې خیمو کې ژوند کوو، له دې وروسته خو ژمی دی او هوا سړه ده، موږ د خپلو ماشومانو د درملو پیسې نه لرو، زموږ غوښتنه دا ده چې موږ سره دې مرستې وشي، سرپناوې دې راته جوړې کړل شي."
کابو یوه اونۍ وړاندې « د نومبر په ۳مه» د شپې په یوه بجه د افغانستان په شمال کې په ځانګړې ډول په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۳ درجې زلزلې ۲۷ کسان مړه، له ۹۰۰ څخه ډیر یې ټپیان کړل او له ۱۳۰۰ څخه ډیر کورونه یې ویجاړ کړل.
خو دا یوازې د بلخ او سمنګان زلزله ځپونکي نه دي چې د خپل بد وضعیت کیسه کوي، بلکې د کونړ زلزله خپونکي هم وايي لا په خیمو کې دي او ماشومان یې د هوا د سړېدو له امله ناروغان شوي دي.
شاوخوا دوه میاشتې وړاندې «د اګست په ۳۱مه نیټه» د افغانستان په ختیځ کې، په ځانګړې توګه په کونړ ولایت کې یوې زلزلې له ۲۲۰۰ څخه ډیر کسان مړه، نږدې ۴۰۰۰ یې ټپیان کړل او شاوخوا ۷ زره کورونه یې ویجاړ کړل.
د کونړ ولایت د دیوه ګل ولسوالۍ د اورک کلي اوسېدونکی حسن جان چې په زلزلو کې یې د کورنۍ ۱۷ غړي مړه او دی او لمسیان یې سخت ټپیان شوي، د خپلو ستونزو په اړه یې ازادي راډیو ته وویل:
"وخت نا وخت د زلزلو کم او زیات ټکانونه وي، هوا هم سړه ده، خیمو کې مو اوبه راننوځي،کورونه خو وران دي له مجبورۍ خیمو کې اوسېږو،ماشومان هم ټول سینه بغل دي،نو ګرمو جامو، کورونو جوړېدو ته سخت اړمن یو."
که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار زلزله ځپو سره د مرستو خبره کړې خو زلزله خپلې وايي دا مرستې کافي نه دي.
ځینې رضاکاره سیمه ییز مرسته رسوونکي هم په راپور کې د مرکه شویو کسانو د ستونزو د تایید تر څنګ غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې دې زلزله ځپلو سره مرستې وشي او په ځانګړي ډول د کورونو په جوړولو کې دې ورته اقدام وشي.
د یادونې ده چې مخکې ه د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو په ګډون یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو د دې زلزلې ځپلو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د بودجوي ملاتړ غوښتنې کړي او ټینګار یې کړی چې د ښځو، ماشومانو او امېندوارو میندو په ګډون زرګونه کسان له سخت بشري وضعیت سره مخ دي.