د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به راتلونکی م کال له ویسټ انډیز سره درې شل اوره سیالۍ وکړي.
کرکټ پورد پرون (جمعه) پر خپله فیسبوکپاڼه ولیکل چې افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي ۲۰۲۶م کال په جنوري میاشت کې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي. دا سیالۍ به د راتلونکې جنورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام ومومي.