د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۳ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۰

زلنسکي: نړیوال باید مرسته وکړي چې د انرژۍ سیستمونه د روسیې له بریدونو خوندي شي


ارشیف
ارشیف

د اوکراین ولسمشر د خپل  هېواد د انرژۍ سرچینو د ساتنې لپاره د لا زیاتو نړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې اوکراین کې د روسیې ناموجه یرغل څلورم ژمی ته داخلیږي او د روسیې پوځ په سیستماتیک ډول د اوکراین د بریښنا فابریکې او سب سټیشنونه بمباروي.

ولودمیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۵) له کیف څخه په یوه ویډیو پیغام کې وویل چې د روسیې له بریدونو د هوایی دفاع او د انرژۍ سیستمونو ساتنه له لویو لومړیتوبونو څخه دی.

هغه وویل چې د اوکراین د انرژۍ عرضه کوونکي، ساختماني ټیمونه او د ملکي دفاع ځواکونه په حقیقت کې هره ورځ د بریدونو وروسته د سیمې د بیارغونې لپاره کار کوي.

پر اوکراین د روسیې ناموجه یرغل داسې مهال څلورم ژمی ته داخلیږي چې د روسیې پوځ یو ځل بیا په سیستماتیک ډول د بریښنا فابریکې او د انرژۍ فرعي سټیشنونه بمباروي او هڅه کوي چې د اوکراین بریښنا، تودوخه او اوبه بندې کړي.

اوکراین له څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې د روسیې د بشپړ برید په وړاندې د ځان دفاع کوي.

د جرمني د DPA خبري اژانس په وینا، مسکو د چهارشنبې په ورځ اوکراین په ختیځو ښارونو پوکروسک او میرونوفګراد کې د خپلو ځواکونو د محاصرې په پټولو تورن کړ.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د روسیې خبري اژانس ته وویل چې اوکراین د روسیې وړاندیز رد کړی چې لویدیځ خبریالانو ته اجازه ورکړي چې سیمې ته سفر وکړي.

د اوکراین پوځ په مکرر ډول د روسیې هغه ادعاوې رد کړې چې دوی سیمه محاصره کړې ده.

د اوکراین پوځي استخباراتو ویلي، د دوی ځواکونه محاصره نه، بلکې د ستراتیژیک ښار پوکروفسک د سقوط مخه یې نیولې.

دا ستراتیژیک او مهم ښار د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د مقاومت سمبول ګڼل کیږي.

په سپتمبر کې، زیلینسکي د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ډاډ ورکړ چې په لومړۍ کرښه کې وضعیت باثباته پاتې دی.

XS
SM
MD
LG