د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۳ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۰

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان: په افغانستان کې وروستۍ زلزلې، کوچنیان له رواني لحاظه اغېزمن کړي دي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د ماشومانو د ساتنې سازمان (سیف د چلډرن) وايي د افغانستان په شمالي ولایتونو کې وروستۍ زورورې زلزلې ماشومان سخت بېرولي دي.

دې سازمان پرون په یوه راپور کې ویلي چې زیانمنو سیمو ته یې روغتیايي ډلې استولي دي.

په همدې حال کې د سمنګان او بلخ ولایتونو یو شمېر زلزله ځپلې کورنۍ او ماشومان وايي د زلزلې ټکانونه خورا قوي وو او سخته بېره یې خپره کړې ده.

د سمنګان ولایت اوسېدونکې ۱۳ کلنه نادیه فیضي وايي د وروستۍ زلزلې له امله سخته بېرېدلې ده.

هغې د سه شنبه په ورځ د نومبر په ۴ مه ازادي راډيو ته وویل، ان له تېرې ورځې راهیسي د بېرې له امله خپل ښوونځي ته هم نه ده تللې.

"موږ ویده وو یو ناڅاپه زلزله شوه، زه ډېره وویریدم، چیغې مې وهلې، اوس هم د شپې ښه خوب نه لرم، او ویریږم، یوازې چیرې کښیناستی نشم."

د بلخ ولایت د مزار شریف ښار یوه ۱۲ کلنه اوسېدونکې مهسا هم ورته خبره کوي:

"موږ ټول بېریدلي وو، ټولو چیغې وهلې، برښنا نه وه، زه نه پوهیږم چې څنګه له خونې ووتم . مور مې چیغې وهلې او زما ورونه یې له کوره ویستل، موږ تر سهاره بهر شپه تېرهکړه، ځکه بېریدو چې بله زلزله ونه شي."

د دې ولایت یو بل اوسېدونکي عبدالرسول هم وویل چې وروستۍ زلزلې د دوی ماشومان سخت بېرېدلي دي:

"داسې یو وضعیت وو چې ټول ډېر وویریدو په ځانګړي ډول ماشومان، دوی دومره سخت بېرېدلي وو لکه سخته تبه چې پرې راغلي وي، وروسته چې زلزله ختمه هم شوه دوی بېریدل او ویل یې چې موږ په غیږ کې ونیسه. "

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ماشومانو د ساتنې سازمان (سیف دي چلډرن) هم په یو تازه راپور کې ویلي د افغانستان په شمالي ولایتونو کې وروستۍ زورورې زلزلې ماشومان سخت بېرولي دي.

دې صندوق د دوشنبې په ورځ د نومبر ۳ مه په افغانستان کې د سیف دي چلډرن د پروګرامونو د پراختیا او ملاتړ د برخې د مدیرې سمیرا رحمان له قوله لیکلي: "ماشومان سخت بېرېدلي دي، ځکه دوی یوې بلې قوي زلزلې نیمه شپه له کوره تېښتې ته اړ کړل."

نوموړې خبرداری ورکړی چې د ماشومانو پر رواني روغتیا د دې زلزلې اغیزې سم دستي دي او دا یې هم ویلي چې ژمی پر رارسېدو دی او وار له مخه زرګونه ماشومان په ډیر کم خوندیتابه سره په خیمو کې له واورې او بارانونو سره مخامخ دي.

سېف دي چلډرن ویلي دوی اغیزمنو سیمو ته بیړني روغتیایی ټیمونه لیږلي او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې ملیونونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د نومبر په ۳ مه زورورې زلزلې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې مرګ ژوبله او ویجاړۍ رامنځته کړې.

سمنګان او بلخ هغه ولایتونه یاد شوي چې تر نورو ډېر ځپل شوي خو بغلان، کندز او بدخشان هم د دې زلزلې له امله اغیزمن شوي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت سه شنبه د نومبر په څلورمه ویلي، په دې زلزله کې ۲۷ کسان مړه شوي او له ۹ سوو زیات ټپیان شوي دي.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان(سیف دي چلډرن) له دې وړاندې د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول کونړ کې له سختې زلزلې وروسته په زلزله ځپلو سیمو کې د ماشومانو د خرابېدونکي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو چې وروستۍ زلزلې په دې هیواد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران لاپسې زیات کړی دی.

دغه سازمان ویلي وو په زلزله ځپلو سیمو کې لسګونه زره له پنځه کلونو کم عمره ماشومان او امیندواره او شیدې ورکونکې میرمنې له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

د روان کال د اګسټ په ۳۱ مه د افغانستان په ختیځ، کونړ، نورستان، ننګرهار او لغمان کې مرګونې زلزې له ۲۲ سوه ډېر کسان مړه او نږدې ۴ زره نور ټپیان کړل.

دغه شان په دې زلزله کې شاوخوا ۷ سوه کورونه ویجاړ شول.

ملګرو ملتونو ویلي چې د قربانیانو په منځ کې ۷۵۰ یې ماشومان وو.

XS
SM
MD
LG