د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۰

د انګورو سوداګر وايي سږ کال یې سخت تاوانونه کړي


د انګورو د پاکولو یو انځور
د انګورو د پاکولو یو انځور

په افغانستان کې د انګورو یو شمیر سوداګر وايي، سږ کال یې د دې میوې په سوداګرۍ کې سخت تاوانونه وکړل. دوی وايي، باغونه یې اخیستي خو پاکستان سره لارې پرې بندې شوي او صادرات یې درېدلي دي. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکي هم دا مني چې افغان سوداګر له دې درکه ډیر زیانمن شوي دي.

سږ کال د انګورو سوداګري افغان سوداګرو ته ښه نه وه.

دوی وايي، تر اوسه یې پاکستان سره د لارو د بندیدو له امله په دې برخه درانه تاوانونه پرې کړي دي.

د انګورو یو سوداګر صفي الله پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل:

«مارکیټ ته راځي، دولس کیلو انګور خرڅېږي په دوه سوه افغانۍ، دوه نیم سوه افغانۍ ښه انګور، او چې خرابه وي سل افغانۍ، خالي پچۍ یې پنځوس افغانۍ ده او دیرش افغانۍ مزدوري پرې راځي، هیڅ هم نه برابرېږي، هر موټر کې دیرش لکه، پنځه دیرش لکه کلدارې تاوان دی.»
د انګورو یو سوداګر

د انګورو یو بل سوداګر قند قلندري هم ازادي راډیو سره ورته شکایت شریک کړ:

«انګور خروار په په ۳۵ زره افغانۍ وو اوس یې په شل زره هم څوک نه اخلي، د افغانستان په بازارونو کې خو دومره مصرف نه لرو او خلک هم دومره توان نه لري چې وایې خلي نو پاکستان ته تلل، اوس یې له نیمايي هم بیه راښکته شوه، داسې فکر وکړه چې ۲۵ فیصده شوه، پاکستان کې په ۴۰۰ کلدارې یو کیلو خرڅېدل خو افغانستان کې اوس په ۲۰ تر ۳۰ افغانۍ خرڅېږي، هم څوک یې نه اخلي.»

مرکه شوي سوداګر وايي، په افغانستان د سړو خونو مشکل هم دی او دوی یې ساتلو ته ډیر امکانات نه لري.

افغانستان چې لسګونه ډول انګور لري په مني موسم کې پخېږي، خو د شمالي ولایتونو یو شمیر بڼوال یې بیا د کنګینې په نوم له خټو جوړو شویو لوښو کې ساتي او ژمي کې هم ورنه استفاده کوي.

کشمشي، حسیني، شندوخاني، قندهاري، کلک عروس او نورې یې مشهور ډولونه دي.

د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې ځمکنۍ لارې د اکتوبر په یولسمه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو د اکتوبر د لسمې د شپې ناوخته د نښتو له پیلېدو ورسته د سوداګرۍ، ترانزیت او هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوې.

تورخم ډېر وخت تړلی پاتې او زرګونه لارې ایسارې ولاړې دي
تورخم ډېر وخت تړلی پاتې او زرګونه لارې ایسارې ولاړې دي


د طالبانو حکومت دا نښتې انتقامې بللې وې او ویلي یې وو، چې پاکستان د اکتوبر په نهمه د کابل هوايي حریم نقص کړی او په پکتیکا کې یې هوايي بریدونه کړي دي.

که څه هم د اکتوبر په اتلسمه او نولسمه په دوحه کې د دواړو لوریو تر منځ اوربند وشو خو لارې دغه شان تړلې پاتې دي.

هغه مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ او ټرانزیټ ټولې لارې تر هغه وخته بندې وي چې د امنیتي وضعیت بشپړه ارزونه نه وي شوي.

د دې وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د اکتوبر په ۲۴ مه په خپل اوونیز کنفرانس کې ویلي وو چې د پاکستاني وګړو ژوند له هر ډول سوداګرۍ ډېر ارزښت لري.

په راپور کې مرکه شوي سوداګر هیله من دي چې د اکتوبر په ۳۰ مه استانبول کې د دواړو لوریو له خوا د اوربند د دوام له پرېکړې ورسته دا لارې ژر پرانیستل شي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکي له دې ډلې د دې خونې سلاکار دکتور مخلص احمد هم احمد ازادي راډیو سره په خبرو کې ومنله چې سږ افغان سوداکر په ځانګړي ډول د انګورو، پاکستان سره د لارو د بندیدیو له امله درانه تاوانونه ګاللي دي:

«هغه انګور چې دوی بهر لپاره صاداراتو ته په نظر کې نیولي وو، د لارې د بندیدو له امله په تپه ولاړ دي، د افغانستان مارکيت دا ظرفیت نه لري چې دا انګور تول همدلته وپلول شي، د سړو خونو ستونزه هم شته چې باغ لرونکي او سوداګر نه شي کولای دا سړو خونو کې وساتي، دوی هر ورځ تاوانونه ګالي، هیله من یو چې دا لاره ژر پرانیستل شي، څو کوم انګور چې ټول شوي یا باغونو کې دي او صاداراتو ته اماده دي په وخت او زمان مارکیټ ته ورسېږي.»

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په دې اړه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو د بندیدو له امله د انګورو افغان سوداګرو ته تر اوسه څومره زیان اوښتی دقیقې شمیرې وړاندې نه کړې خو د دغه خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، چې دغو سوداګرو ته شا او خوا پنځوس سلنه تاوان وراوښتی دی.

دا چې سږ کال په افغانستان کې د انګور د حاصلاتو اندازه څومره ده د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند غلام محمد کاظم هم د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د مخکې وړاندې شویو عمومي شمیرو له مخې دغه هیواد کې هر کال سلګونه ټنه انګور تولیدېږي.

یو شمیر افغانانو په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فیسبوک کې د یو کمپاین په پیلولو له خلکو غوښتي چې انګور وپیري څو بڼوال او سوداګر ډیر اغیزمن نشي.

دوی دغه شان د طالبانو له حکومت غوښتي چې سړې خونې هم جوړې کړي، چې خپل تولید په کور دننه خوندي او د خوسا کېدو مخه یې ونیول شي.

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مخکې ویلي وو، چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۴۵۰ لویې او وړې سړې خونې شته چې د دولتي ادارو، خصوصي سکتور او کروندګرو دي، خو یو شمېر یې اوس غیر فعاله دي، چې سوداګر،کروندګر او بڼوال یې کافي نه بولي.

د یادونې ده چې افغانستان کې له یو شمیر تولید شویو انګورو ممیز هم جوړېږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «ایف اې او» شا او خوا څلور میاشتې مخکې اعلان کړی و چې د نړیوال بانک په مرسته به په افغانستان کې د انګورو وچولو یا ممیزو د تولید لپاره ۱۶۵ ځانګړي خونې جوړې کړي.

یاد سازمان په خپله خبرپاڼه کې ویلي، دغه تاسیسات چې هر یو یې د ۱۵ متریک ټنه انګورو ظرفیت لري، بزګرانو ته زمینه برابروي څو د انګورو د وچولو بهیر په معیاري ډول ترسره کړي، د حاصلاتو له ضایع کېدو مخنیوی وکړي او له خپلو کرنیزو محصولاتو ښه عاید ترلاسه کړي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG