زرګونه افغان کډوال چې غوښتل یې له پاکستانه افغانستان ته ستانه شي، د دواړو هیوادونو تر منځ د لارو د تړل کېدو له امله په بېلابیلو سیمو کې بند پاتې دي.
دغه کډوال له ورځو، ورځو راهیسې له هیڅ ډول لومړنیو خدمتونو او سرپناه پرته په ډیرو سختو شرایطو کې د لارو خلاصېدو ته په تمه دي.
اسد هغه افغان کډوال دی چې د پاکستان د پنجاب ایالت له سیالکوټ ښار څخه ایستل شوی او اوس د خیبر پښتونخوا په زاخیل سیمه کې له شپږو ورځو راهیسې په لاره پاتې دی، ده ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:
موږ په زاخیل کې له ډېرو ستونزو سره مخ یو، دلته نه اوبه شته او نه سرپناه. زموږ ټول ماشومان ناروغان دي، یو ټوخېږي، بل تبه لري. هیڅ سهولت نشته، نه اوبه او نه ښځو ته تشناب. ټول په میدان کې پاتې دي، موږ غواړو چې لار پرانستل شي څو په خیر سره افغانستان ته ستانه شو.
محمد اکبر، یو بل افغان کډوال دی چې دا هم له پنجاب ایالت څخه راېستل شوی او شاوخوا ۱۵ ورځې په دې سیمه کې بې سرپناه پاتې دی، ده ازادي راډیو ته وویل:
"موږ دلته در په دره یو، نه زموږ لار راته پرانیزي او نه کوم بل سهولت شته. نه ډوډۍ شته او نه نور څه. موږ نه پوهېږو څه وکړو. دا مسلمانان در په در او تر شنه اسمان لاندې پاتې دي. د شپې په دې سړې هوا کې نه بستره شته او نه سرپناه، نیم وسایل مو پاتې دي او نیم مو له ځان سره راوړل."
دا کډوال وايي چې د دوی د کورنیو یو شمېر غړي پولیسو نیولي او هغوی سره بندیان دي.
نه یوازې په زاخیل سیمه کې، بلکې په نورو سیمو کې هم زرګونه افغان کډوال بې سرپناه د لارې د خلاصېدو په تمه دي.
یو افغان سوداګر سردار ولي چې په رضاکار ډول د اوبو او خوراک د برابرولو په برخه کې کډوالو سره مرسته کوي، ازادي راډیو ته یې وویل:
ځینې کډوال د زاخیل ( پي، سي، ایم) مرکزته نږدې کې ولاړ دي، ځینې په پېښور کې په انتظار دي او ځینې د تورخم په مسیر،جمرود سیمه کې دي. ټول یې بېوزله او بېچاره خلک دي چې ان د موټرو کرايه هم نه لري. ځینې په دوکانونو کې دي، ځینیو خپل سامانونه له موټر ښکته کړي او په سړک یې پردې وهلي دي؛ ښځې هم همغلته دي.
په ورته وخت کې، په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، داسې مهال چې لارې تړلي او د کډوالو نیول او اېستل دوام لري، دا به پراخ انساني ناورین رامنځته کړي.
په یو ویدیويي پیغام کې چې دغه سفارت د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر په ۳۰ مه، په خپله ایکس پاڼه خپور کړی، په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت سرپرست سردار احمد شکیب ویلي، چې له جمرود تر تورخم پورې شاوخوا ۴۰۰ باروونکي موټرونه چې کډوال په کې او کډې په کې بار دي بند پاتې دي.
نوموړي زیاته کړې چې په دې کډوالو کې ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ناروغان هم شامل دي.
د هغه په خبره، دغه کسان په سړې هوا کې بې سرپناه او د اوبو، خوړو او درملو د نه شتون له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي دا هم ویلي، چې په تېرو درې، څلورو ورځو کې د دریو ماشومانو او یوې ښځې د مړینې راپور ورکړل شوی دی.
په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت د پاکستان له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره افغانستان ته ټولې لارې پرانیزي او تر هغه وخته دې د کډوالو د ایستلو پروسه مؤقتاً ودروي.
که څه هم له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د ایستلو بهیر له ۲۰۲۳ کال راهیسې پیل شوی، خو د ډیورند کرښې په اوږدو د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د اکتوبر د یولسمې تر نښتو وروسته په پاکستان کې د افغان پناه غوښتونکو د نیولو کچه په بې ساري ډول چټکه شوې ده.
د اکتوبر له ۱۱ نېټې راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې لارې د سوداګرۍ، ترانزیټ او خلکو د تګ راتګ پر وړاندې تړل شوي دي.
د لارې تړل نه یوازې هغو کډوالو ته ستونزې پیدا کړې چې غوښتل یې افغانستان ته ستانه شي، بلکې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري یې هم اغیزمنه کړې او سوداګرو ته یې تاوانونه اړولي دي.