د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۳ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۲

د اسیا اتلولۍ پای لوبه کې افغانستان د ۱۷ کلنو د فوټسال ملي لوبډله خپل ایراني سیال سره مخامخ کیږي


د اسیا اتلولۍ په نیمه پای لوبه کې د تایلینډ لوبډلې له ماتولو وروسته، به د افغانستان د ۱۷ کلنو د فوټسال ملي لوبډله د پنجشنبې په شپه په وروستۍ لوبه کې د ایران د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسوول او ویاند مصطفی هاشمي د پنجشنبې په ورځ «د اکتوبر په ۳۰مه» ازادي راډیو ته وویل چې لوبغاړو د دې لوبې لپاره بشپړ چمتووالی نیولی او په لوړه روحیه د ایران په وړاندې سیالۍ ته ځي.

ده زیاته کړه:

نن شپه د افغانستان لوبدله د ایران د ټیم پر وړاندې لوبې ته ځي او لوبه هم د شپې په ۸:۳۰ بحو پیلېږي، دا مخامخېدنه به زموږ خلکو او لوبغاړو ته چې لوړ مورال لري، حساسه وي او ان‌شاءاالله خپله ټوله هڅه به وکړي تر څو په پای لوبه کې ښه نتیجه تر لاسه شي، هیله مند یو چې زموږ لوبډله دې لوبه کې اتلولۍ ته ورسېږي.

ښاغلي هاشمي وویل چې د "۲۰۲۵ بحرین اسیايي ځوانانو لوبو" سیالۍ چې د آسیایي ځوانانو لوبو دریم پړاو دی، د «اکتوبر په ۲۳مه» په بحرین کې په دوو ګروپونو کې د اتو لوبډولو په ګډون پیل شوې دي.

افغانستان د بحرین، چین او ازبکستان سره په "الف" ګروپ کې و.

د افغانستان لوبډلې په ګروپي پړاو کې درې لوبې وکړې او د ۲۱ ګولونو په وهلو او دریو ګولونو په خوړلو سره یې نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې په یوه په زړه پورې نیمه پای لوبه کې له تایلینډ ۹ پر ۱ لوبه وګټله.

ایران تل ښه لوبډله وه، خو هغه لوبډله چې موږ جوړه کړې او سیالیو ته چمتو کړې هم ډېره ښه ده

د دې لوبډلې یو روزونکی سلیمان سلیمي وايي چې که څه هم لوبغاړي سخت زیار ګالي، خو په خبره یې دوی هغه ملاتړ نه لري چې افغانستان کې ورته اړتیا لري:

ایران تل ښه لوبډله وه، خو هغه لوبډله چې موږ جوړه کړې او سیالیو ته چمتو کړې هم ډېره ښه ده، زموږ غوښتنه دا ده چې کله دا لوبډله بېرته افغانستان ته ستنېږي، همداسې پرې نه ښودل شي، باید دوی ته تمرینات ورکړل شي،کمپونه جوړ شي او پام ورته وشي.

ایران په نیمه پای لوبه کې د ازبکستان په وړاندې لوبه وکړه او ازبکستان ته یې ۱۴ پر ۲ماتې ورکړه او وروستي پړاو ته یې لار ومومله.

په ورته وخت کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د فوټسال یو شمیر مینه وال خوښ دي چې د دغه هیواد د ۱۷ کلنو د فوټسال ملي لوبډله وروستي پړاو ته وتې او هیله څرګندوي چې دا لوبغاړي به ایران سره په سیالۍ کې ښه وځلیږي.

ډېره خوشحاله یو چې زموو لوبغاړي ایران سره وروستي پړاو سیالۍ کې لوبېږي

د پروان ولایت اوسېدونکي مصور ازادي راډیو ته وویل:

ډېره خوشحاله یو چې زموو لوبغاړي ایران سره وروستي پړاو سیالۍ کې لوبېږي، زه نن شپه حتما لوبه ګورم موږ فعلا هم چې دې پړاو ته رسېدلي یو، ډېره ښه مرحله ده، که د فوټسال لوبغاړو ملاتړ وشي، نورې لاسته لاوړنې به هم ولري، او هیله مند یو چې نن شپه اتلولي ته ورسېږو.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی شفیق الله هم وایي چې د ایران پر وړاندې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې بریا ته په تمه دی:

دا چې زموږ لوبډله ایران سره لوبه کوي ان شاءالله چې د دوی مورال لوړ دی، یعنی دوی له هېڅ ډول امکاناتو لرلو پرته دې وروستي پړاو ته رسېدلي دي، زموږ لوبغاړي په هغه جذبه چې مخکې یې درلوده لوبو کې د سیالۍ ډګر ته ځي، ان شاءالله چې بریا زموږ ده او زموږ دعا له دوی سره ده.

د افغانستان د فوټسال د ۱۷ ملي لوبډلې د تېر کال په ثور میاشت کې د اسیا د فوټسال ملتونو په جام کې د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام لپاره بحرین، عراق او قرغزستان ته د ماتې په ورکولو د فوټسال نړیوالو لوبو ته لار وموندله.

دا لومړی ځل و چې افغان لوبډلې د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

د فوټسال د ځینو روزونکو او داورانو په خبره، دا یوه ډله ییزه لوبه ده چې هره لوبډله له ۱۴ کسانو جوړه ده، خو پنځه - پنځه لوبغاړي سره لوبیږي، او په سیالۍ کې هر اف ټایم ۲۰ دقیقې دی.

دا لوبه د فوټبال خلاف په سر پټو تالارونو او سپورتي لوبغالو کې په کوچني میدان کې کېږي.

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډله داسې مهال د "بحرین ۲۰۲۵ آسیایي ځوانانو اتلولۍ" ته لاره موندلې چې د چارواکو او سپورتي برخه والو په خبره، د حکومت او ملي اولمپیک کمیټې لخوا د افغانستان د لوبغاړو لپاره مناسب ملاتړ نشته، او په تیرو څو کلونو کې طالبانو د نورو محدودیتونو تر څنګ پر ازادو سیالیو او شطرنج باندې محدودیتونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG