د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد اسلام چې زلزلې یې مېنه اخیستې او اوس خیمه کې د اوسېدو له امله یې ماشومان او د کورنۍ ښځینه غړې په بېلابېلو ساري او تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل“ژمی په راتلو دی او هوا سړه شوې، ماشومان مو ټول سینه بغل دي،که چېرې ژمی پرې راشي، دا ماشومان به په ګڼو نورو ناروغیو هم اخته شي،دلته (خیمه) کې زموږ ژمی نه تېرېږي موږ به ډېر په کې خراب شو،غوښتنه مو دا ده چې موږ ته دې کورونه جوړي کړي یا دې ګرمې خیمې راوستوي.”
زلزله ځپلي تر خیمو لاندې په سختو شرایطو کې ژوند کوي او د ژوند هېڅ راز لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
د څوکۍ ولسوالۍ بل اوسېدونکی سبحان الله هم ورته شکایت کوي او وایي چې هېڅ ډول لومړنیو اسانتیاوو ته دی، کورنۍ او ګڼ کلیوال یې چې د زلزله خپلو په کمپونو کې مېشت دي، لاسرسی نه لري.
سبحان الله وایي ماشومان یې په سینه بغل او او شدید اسهالاتو اخته دي.“دلته هوا سړه او دا ساري ناروغۍ په زیاتېدو دي. نور دلته د ژوند هېڅ امکانات نشته،موسسو او ادارو نه مو غوښتنه دا چې موږ ته سرپناوو برابرې کړي چې راتلونکی ژمی په کې تېر کړو، ناروغۍ مو بیخي ډېرېږي، زښته زیاتې ستونزې لرو.”
دا کورنۍ داسې وخت د ناروغیو او امکاناتو د نشتون شکایتونه کوي چې په زلزله ځپلو سیمو کې د ځینو سیارو کلینیکو روغتیایي ټیمونه او ډاکتران هم ورته وضعیت مطرح کوي او وایي په داسې حال کې چې په کافي اندازه روغتیایي اسانتیاوې په واک کې نه لري په ورځ کې ورته لسګونه ناروغان مراجعه کوي.
د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل سیمه کې زلزله ځپلو ته د جوړ شوي کمپ د روغتیایي کلنیک ډاکتر مسعود کمال صافي ازادي راډیو ته وویل“دلته فعلا د پاکو اوبو نشتون دی او دا خیمې هم اوس مهال ماشومانو او ښځو ته د اوسېدو لپاره مناسبې نه دي،هره ورځ سینه بغل، زکام او ځینې نورې ناروغۍ په زیاتېدو دي، یوازې موږ ته ورځ له سلو تر ۱۳۰ یا په اوسط ډول تر سلو ناروغان مراجعه کوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي خو اکثره ماشومان په ساري ناروغیو، سینه بغل او زکام اخته دي.”
د دغې ولسوالۍ چلس سیمه کې د یو بل روغتیایي سیار مرکز ډاکتر غفران الله صافی هم ورته خبره کوي او د روغتیایي نړیوال سازمان په ګډون له نړیوالو ادارو غوښتنه کوي چې د روغتیایي امکاناتو په برابرولو کې مرسته وکړي.
ډاکټر صافی وايي“ډېری ماشومان په سینه بغل او شدید اسهالاتو اخته دي،ځکه د پاکاو اوبو او تشنابونو نشتوالی ډېر دی،دلته امکانات ډېر کم دي، موږ دلته چلس کې نور روغتیایي خدمتونه وړاندې کوو، یا یې څوکۍ (مرکز) ته ریکوري کوو، خو بستر خدمات نشته،موږ ته ورځ کې له ۸۰ تر سلوو ناروغان چې لویان او ماشومان په کې دي، راځي، ځکه ماشومان خاورو کې لوبې او ژوند کوي، اسهالات، امونیا او نورې ناروغۍ دې سیمو کې فعلا ډېرې دي ځکه هوا هم سړه شوې ده.”
یونیسیف وايي، په زلزله ځپلو سیمو کې له ۲۱۲ زرو ډیر ماشومان له وژونکو ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هم د «اکټوبر په ۱۵مه» پر خپله وېب پاڼه یو بیان کې اندېښنه ښودلې وه چې اوس په زلزله ځپلو سیمو کې له دوو لکو او ۱۲ زرو څخه ډیر افغان ماشومان د شدید اوبو لرونکي اسهال او اوبو څخه رامینځته کیدونکو نورو وژونکو ناروغیو له خطر سره مخ دي.
یونیسف په خپل بیان کې د روغتیا نړیوال سازمان( ډبلیو اچ او) په حواله ویلي وه چې دا ناروغۍ له ۱ څخه تر ۵۹ میاشنیو د ماشومانو د مړینې دریم لوی لامل دی، او هر کال نړۍ کې له پنځو کلونو څخه کم عمره څلور لکه ماشومان وژني.
«یونیسف» ویلي چې د دې ناروغیو د خپریدو شدید خطر وروسته له هغه رامنځته شوی چې د اګست په ۳۱ مه د پاکستان پولې ته نږدې د افغانستان په یوه لرې پرتې ختیځې سیمې کې د ۶.۳ درجې زلزلې وشوې، چې د اوبو، روغتیایې او حفظ الصحې زیربناوې یې ویجاړې کړې.
«یونیسف» د بیړني غبرګون لپاره له مرستندویه ادارو غوښتي وه چې په بیړني ډول مالي تمویل ور زیات کړي.
د اګست په ۳۱مه د کونړ او ننګرهار په ګډون د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې مرګونې زلزلې زرګونه کورونه ویجاړ او اوسیدونکي یې بې ځایه کړل.
د رسمي شمېرو له مخې، په دې مرګونې زلزله کې له ۲۲۰۰ څخه ډیر کسان مړه شول او نږدې ۴۰۰۰ نور ټپیان شول.