د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۰

ملګري ملتونه؛ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې ۲،۲ میلیون نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي


د طالبانو له واکمنېدو مخکې له شپږم د لوړو ټولګیو زده کوونکو نجونو تل د زده کړو حق درلود.
د طالبانو له واکمنېدو مخکې له شپږم د لوړو ټولګیو زده کوونکو نجونو تل د زده کړو حق درلود.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د درواز له تړل کېدو د څلورو کلونو له پوره کېدو سره هم مهاله، ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې تر ۷ میلیونو ماشومان د طالبانو د بندیزونو او نورو محدودیتونو له امله له زده کړو محروم دي.

چهارشنبه، د سپتمبر ۱۷مه، په افغانستان کې د منځنیو ښوونځیو او لېسو پر زده کوونکو نجونو د بندیز څلور کاله د سپټمبر په ۱۷مه پوره شول.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسیدو وروسته له شپږم ټولګيو پورته د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل.

ملګرو ملتونو او ځینو همکارو ادارې یې یو ځل بیا د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د نجونو زده کونکو پر وړاندې محدودیتونه پای ته ورسوي.

ملګرو ملتونو او همکارو ادارو یې بیاهم په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم د بندیز د پای ته رسېدو غوښتنه کړې.

ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۷مه) په خپل ایکس پاڼه په خپاره کړي راپور کې ویلي چې له ۲،۲ میلیون څخه ډیرې نجونې په هیواد کې له لومړنۍ دورې پورته د زده کړو له دوامه منع شوي دي.

راپور ټینګار کوي چې د شته ننګونو سره سره، نړۍ باید په ټول افغانستان کې د ټولنې پر بنسټ له زده کړې خپل ملاتړ ونه دروي.

ملګرو ملتونو، د م. م یونیسف ادارې، او «زده کړې تم کېدای نه شي نوښت» د دې ترڅنګ چې اوسنی بندیز یې غندلی، په دې اړه یې په خپلو بیانونو او راپورونو کې، له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د هرې نجلۍ د زده کړو د حق د دفاع لپاره سره یو شي.

دغو نړیوالو سازمانونو دا خبرداری هم ورکړی چې د ښځو په فعالیتونو دوامداره محدودیتونه له دې ډلې د بشري مرستو په برخه کې د دوی په کار محدویت به، د افغانستان وار له مخې کړکېچ به نور هم ژور کړي.

په افغانستان کې له زده کړو یو شمېر محرومې نجونې هم وايي چې څلور کاله له ښوونځي لرې پاتې کېدل ورته ډېر ستونزمن وو.

د خوست ولایت اوسېدونکې هریوا چې له زده کړو محرومه شوې ده وايي، که څه هم د زده کړو محرومیت یې پر روح او روان ناوړه اغیز کړی، خو بیا یې هم د ښوونځيو د پرانیستل کېدو هیله نه ده بایللې.

نوموړې وايي"چې کله طالبانو له شپږم لوړ ټولګي وتړل او ما نور ونه شوای کړای زده کړو ته دوام ورکړم دې مې پر روح او روان ډېر بد تاثیر کړی دی. خو لا هم هیله لرم چې ښوونځي به پرانیستل شي او زه به خپلو درسونو ته دوام ورکړم، زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې په دې حالاتو کې دې د افغان نجونو او ښځو تر څنګ ودرېږي چې ښځو ته د کار او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي."

د طالبانو د حکومت دې محدودیتونو هغه نجونې هم اغیزمنې کړي چې په لوړو زده کړو بوختې وې.

د کابل ښار اوسیدونکې زینت وايي، دا په کابل پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس د دوهم کال محصله وه چې طالبانو نجونې پوهنتونونو ته له تلو منع کړې.

هیله لرم چې نړیواله ټولنه هڅه وکړي څو د افغان نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.

زینت له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دې کبله اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل "وروسته له دې چې طالبان راغلل او زموږ پر مخ یې د پوهنتون دروازې وتړلې، زه ډېره ناروغه او ناهیلې شوې وم، هره شېبه یې ډېره سخته تمامه شوه ځکه تر هغه وروسته ما ونه کړای شول خپلو زده کړو ته دوام ورکړم، خو زه بیا هم هیله منده یم چې نړیواله ټولنه د افغان نجونو لپاره هڅې وکړې او په دې برخه کې ګټورې ناستې ترسره کړي څو د پوهنتونونو دروازې بېرته د افغان نجونو پر مخ پرانیستل شي او موږ وکړای شو خپلو زده کړو ته دوام ورکړو."

هڅه مو وکړه چې په افغانستان کې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه د ملګروملتونو او له زده کړو د پاتې نجونو د غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د ویاند منصور احمد حمزه نظر واخلو، خو نوموړي د دې راپور تر خپریدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، له شپږم د لوړو ټولګیو د نجونو زده کړې بندې کړې او وروسته یې د پوهنتونونو او طبي انستیوټونو دروازې هم د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې.

که څه هم ملګري ملتونه، د دوی همکار سازمانونه او د نړۍ بېلابیلو هیوادونو تل د افغان نجونو لپاره د زده کړو د دروازو پرانیستلو غوښتنه کړې، خو د طالبانو حکومت تر اوسه د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو لپاره کوم اقدام نه دی کړی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او کلتوري سازمان (یونیسکو) ویلي و، چې په افغانستان کې ۱،۴ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي او که دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، نو له ۴ میلیون ډېرې نجونې به له زده کړو بې برخې شي.

XS
SM
MD
LG