د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۸

د افغانستان په لسو ولایتونو کې د نوري فایبر د خدماتو ځنډیدو غبرګونونه پارولي


ارشیف-مزارشریف
ارشیف-مزارشریف

د بشري حقونو او د رسنیو او خبریالانو یو شمېر ملاتړو بنسټونو د طالبانو لخوا د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د نوري فایبر بندولو ته غبرګونونه ښودلي دي. دغو سازمانونو د بیانونو په خپرولو، د طالبانو دا اقدام د "خلکو د غږ د خاموشولو او د دوی د جرمونو د پټولو" هڅه بللې ده.

د بشري حقونو او د رسنیو او خبریالانو ځینو ملاتړو بنسټونو د طالبانو دا پرېکړه چې له تېرو درې ورځو راهیسې په عملي کېدو ده، "بې ساری سانسور او د دوی د ظالمانه کړنو او جرایمو د پټولو هڅه" بللې ده.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې (سي پي جې) د چهارشنبې په ورځ (د سپټمبر په ۱۷مه) په خپله وېب پاڼه خپور کړي راپور کې په دې اړه لیکلي چې طالبان باید په بلخ او نهو نورو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنټي خدمتونه ژر تر ژره بېرته فعاله کړي تر څو په ټکو یې افغانان بېرته «وای فای» انټرنټ ته لاسرسی ومومي او خبریالان خلکو ته د باوري خبرونو چمتو کولو ته دوام ورکړای شي.

بېلابېلو کورنیو رسنیو د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو او انټرنتي شرکتونو په حواله خپلو راپورونو کې دا ۱۰ ولایتونه بلخ، کندز، بغلان، تخار ، بدخشان، کندهار، هرات، ارزګان، نیمروز او ننګرهار یاد کړي دي چې د نوري فایبر انټرنټي خدمتونه په کې بند شوي دي.

«سي پي جې» په خپل بیان کې د دې کمېټې د مشر به لي یې په حواله لیکلي چې د طالبانو دا پرېکړه د "سانسور بې ساری زیاتوالی" دی.

بلخوا د بشري حقونو د فعالانو اتحاد (اېچ ار اې یو) خپل بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته یې ازادي راډیو ته راستولی، افغانستان کې د طالبانو لخوا د نوري فایبر د انټرنټ بندول غندلي او دا یې "د بیان ازادۍ، معلوماتو ته لاسرسي او له نړۍ سره د نښلېدو په برخه کې د خلکو پر اساسي حق باندې مستقیم برید" ګڼلی دی.

د دې اتحاد یو غړي فهیم فرواک د دې اعلامیې نور ټکي ازادي راډیو ته په استولي غږیز پیغام کې داسې بیان کړي: "طالبان د انټرنټ په پرې کولو عملاً غواړي خلک په تیارو او وېره کې وساتي، د طالبانو دا کار په صریح توګه د بشري حقونو او د بیان ازادۍ سرغړونه ده، موږ خپل بیان کې له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو غوښتي چې په چټکه توګه طالبان د دې پرېکړې او ډیجیتل محاصرې لپاره ځواب ویلو ته اړ او تر فشار لاندې ونیسي چې په چټکه توګه انټرنټ بېرته وصل شي."

بلخوا د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (اې ام اېس او) هم د چهارشنبې په ورځ ناوخته په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) خپور کړي بیان کې د اندېښنې په څرګندولو لیکلي چې د طالبانو دا اقدام غندي چې په ټکو یې نه یوازې د میلیونونو وګړو د ازادو معلوماتو او حیاتي خدمتونو لاسرسی ګډوډوي، بلکې د بیان ازادي او د رسنیو فعالیتونه له جدي ګواښ سره مخامخ کوي.

دې بنسټ لیکلي چې نن انټرنېټ د بنسټیزو بشري حقونو له جملې او د زده‌کړو، خبرتیا، حق‌غوښتنې او ټولنیزو اړیکو یوه مهمه وسیله ده، د بې‌ځایه پلمو په نوم د هغې پرې کول، پراخ سانسور او د خلکو او رسنیو د غږ چوپول دي.

خو د انټرنټي چارو ځیني پوهان وایي که څه هم د نوري فایبر په پرې کولو انټرنټ ته د خلکو لاسرسی مطلقا نه ختمېږي، خو دا محدودیت بولي او وایي چې افغانستان انزوا ته بیایي.

له دې ډلې د انټرنتي چارو پوه او تېر جمهوري نظام پر مهال د مخباراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخواني ویاند عبدالهادي هادي ازادي راډیو ته وویل: "دا عجولانه پرېکړه ده، د نوري فایبر بندول یوازې د معلوماتو کڅوړې بندول دي چې معلومات انتقال لپاره یوه «ګېټ وې» ده، خو د دې بندولو معنی دا ده چې له نړۍ سره د اړیکو پرې کول، یوه منزوي شوې او له ټولې دنیا نه بېله یوه جزیره جوړول دي او دا نه د حکومتونو او حاکمیت په ګټه ده، نه د ولس. هر هغه ملت او هېواد چې منزوي شي او له نړۍ څخه ګوښه شي په دې معنی چې تجرید شوي دي، زموږ هیله دا ده چې اوسني واکمن په دې پرېکړې بیا غور وکړي، دا د افغانستان منزوي کول دي."

که څه هم په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې حمدالله فطرت د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې د طالبانو د حکومت یوې باخبرې سرچیني ازادي راډيو ته ویلي چې دا پرېکړه د دوی د مشر ملا هبت الله سره په کندهار کې د بېلابېلو ولایتونو د والیانو په یوه ناسته کې شوې ده او د کابل په ګډون په نورو ولایتونو کې هم عملي کېږي.

خو سرچینې دا هم ازادي راډیو ته وویل چې په کابل کې یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې تر څو د دغه اقدام په بدیل کار وکړي او په خبره یې کمېټه دا دنده لري تر څو معلومه کړي چې ایا د نوري فایبر په انټرنټ کې د هغه څه د خپرېدو چې د طالبانو مشر یې نه غواړي، د مخنیوي لپاره فلټر کارول کېدای شي او کنه.

سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې د طالبانو مشر دا پرېکړه "له منکراتو نه د مخنیوي" په هدف کړې ده.

مخکې د بلخ د والي ویاند هم ازادي راډیو ته همدا خبره کړې وه چې دا اقدام "له منکراتو نه د مخنیوي" په هدف شوی، خو دوی په دې اړه جزییات نه دي ورکړي.

نوري فایبر کیبلي انټرنټ دی چې افغانستان له پنځه ګاونډیو هېوادونو سره نښلوي او د راپورونو پر بنسټ د افغانستان ۲۶ ولایتونو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

XS
SM
MD
LG