د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۸

له تهرانه د افغان کډوالو د ایستلو بل بهیر پيلیږي


 له یوه ایراني بس څخه د افغانستان پولې ته څيرمه ښکته شوي افغان کډوال چې د هرات په لور درومي- د جولای ۲۴-۲۰۲۵-ارشیف
له یوه ایراني بس څخه د افغانستان پولې ته څيرمه ښکته شوي افغان کډوال چې د هرات په لور درومي- د جولای ۲۴-۲۰۲۵-ارشیف

د تهران والي له ایرانه د غیر قانوني افغان کډوالو د ایستلو د دوهم پړاو د پیل اعلان کړی دی. د ایران مهر خبري اژانس راپور ورکړی چې محمد صادق معتمدیان د سپټمبر په ۱۵ مه د تهران په پیشوا ولسوالي کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې د افغان کډوالو د ستنولو مسله په جدي ډول تعقیبږي.

د تهران والي اعلان کړی چې له پلازمینې به ډېر ژر افغانستان ته د غیز قانوني کډوالو د استولو دوهم پړاو پیل شي.

د ایران د مهر خبري اژانس د راپور بر بنسټ محمد صادق معتمدیان د سپټمبر په ۱۵ مه د تهران په پیشوا ولسوالۍ کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې د افغان کډوالو د ستنولو مسله په جدي ډول تعقیبږي.

دا په داسې حال کې ده چې له ایرانه د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ لا هم په شدت روانه ده خو د هغه هیواد چارواکو د دې پلان د لومړي پراو د پلی کېدو محدوده نه ده مشخصه کړې او د دې مسلې د دوهم پړاو د پیل کېدو د وخت په اړه یې هم لا څه نه دي ویلي.

مهر خبري اژانس د تهران د والي له قوله لیکلي چې له تهرانه د افغان کډوالو له ډله ییز اخراج وروسته لږ ترلږه ۳ زره درسې ټولګي خالي شوي او د زده کوونکو شمېر کم شوی دی.

په راپور کې محمد صادق معتمدیان ادعا کړې،د هغو افغان کډوالو چې "عامه سرچینې" یې مصرفولې له اخراج وروسته دغلته اوس په جرمونو کې د پام وړ کمښت راغلی، د اوړو په لګښت کې شاوخوا ۵ زره ټنه سپما رامنځته شوې او ایراني کارګرو ته کاري فرصتونه هم زیات شوي دي.

که څه هم دغه ایرانې چارواکي ویلي چې د افغان کډوالو اخراج لامل شوی چې په ایران کې کاري فرصتونه زیات شي خو له دې وړاندې یو شمېر ایراني چارواکو ویلي وو د کارګرو د کمښت له امله ان یو شمېر فابریکې تړل شوي دي.

له تهرانه د افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ د دوهم پړاو د پیل کېدو په اړه د تهران د والي اعلان هلته میشت یو شمیر افغانان سخت اندېښمن کړي دي.

د دوی له ډلې عبدالدیان سیفي ازادي راډيو ته وویل:

"دا چې د ایران حکومت د افغان کډوالو د جبري اخراج دوهمه لړۍ پیلوي موږ ډېر سخت اندېښمن یو، ځکه ژمی راروان دی او په افغانستان کې ژوند سخت دی، څوک نه شي کولای په دې موسم کې ځانته سرپنا برابره کړي، ځکه هلته امکانات نشته، له بله خوا دلته هم ستونزې ډېرې زیاتي دي، افغانان نه شي کولای له نانوايي نه ډوډۍ واخلي، بانکي کارت واخلي روغتیايي ستونزې هم زیاتې دي."

حفیظ الله چې شاوخوا پنځه ورځې وړاندې په ایران کې له پنځلس کاله ژوند تېرولو وروسته افغانستان ستون شوی وايي ایراني پولیس افغانان سخت ځوروي:

"د ایران پولیس افغانان ډېر ځوروي، کله یې چې ونیسي پنځه یا لس میلیونه تومت ترې اخلي، بس یوازې د پیسو اخیستل دي، موږ چې کله د افغانستان پولې ته راورسېدو دلته یې هم د ښاروالۍ په دروازه کې له موږ یو یو نفر نه دوه دوه میلیونه تومنه واخیستل، ځکه که ور یې نه کړې کارونه دې نه کوي دوی افغان کډوال ډېر سخت ځوروي."

نوموړي دا هم وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د سرپناه د نشتوالي، بې کارۍ او نورو اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال په پیل کې ایران په دې هیواد کې د میشتو نږدې دوه میلیونو افغان کډوالو د سرشمېرنې کارتونه لغوه کړل او د دوی جبري ډیپورت یې پیل کړو.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو عمومي ریس نادر یار احمدي د روان کال په جوزا میاشت کې د افغان کډوالو د سرشمېرنې د کارتونو د لغوه کولو اعلان وکړو او وې ویل له دې وروسته به بې اسناده افغانانو ته د زده کړو او روغتیايي خدمتونه نه ورکول کیږي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو مرستیال وزیر د روان کال د جولای په ۳۰ مه په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په تېرو دریو میاشتو کې له ایرانه ۱ عشاریه ۸ میلیونه افغان کډوال راستول شوي دي.

که څه هم دا لا معلومه نه ده چې په ایران کې څومره افغانان د سرشمېرنې له کارتونو سره په دې هیواد کې ژوند کوي خو د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني د تېر لمریز کال په دلوې میاشت کې د دې هیواد رسنیو ته ویلي وو چې په ایران کې لږ ترلږه ۶ میلیونه بهرني اتباع چې ډېر یې افغانان دې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG