د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۴

د شپږیزې د لیګ د لسم پړاو لوبې په کابل کې پیل شوې


د شپږیزې کرکټ لیګ د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۲۸مه په کابل کې پیل شو.
د شپږیزې کرکټ لیګ د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۲۸مه په کابل کې پیل شو.

د افغانستان د کرکټ شپږیزه لیګ د شنبې په ورځ د جولای په ۱۹ مه په کابل کې پیل شو. دا د دې سیالیو لسم پړاو دی چې پنځه لوبډلې به لوبې پکې کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دا سیالۍ به د راروانې اګسټ میاشتې په لومړۍ نیټه پای ته ورسیږي.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیالیو کې ۹۰ لوبغاړو ته په پنځو لوبډلو کې د لوبېدو چانس ورکول شوی دی.

نوموړی وايي د دې سیالیو ټولې لوبې په کابل کې د کرکټ بورډ په لوبغالي کې ترسره کیږي او د ملي لوبډلې ټول مشهور لوبغاړي به برخه پکې اخلې.

په شپږیزه لیګ کې ۹۰ تنه لوبغاړو ته په پنځو لوبډلو کې د لوبېدو چانس ورکول شوی دی.

ښاغلی سادات وايي "هغه افغان لوبغاړي چې په بهرنیو لیګونو کې مصروف وو، ځینې یې رارسېدلي دي او د نن ورځې په لوبو کې هم ولوبیدل. نور نامتو لوبغاړي به نن او سبا راورسیږي او ټول به د خپلو لوبډلو برخه شي. دا ډېرې مهمې سیالۍ دي ځکه همدا سیالۍ موږ ته نوي استعدادونه راکوي او ځوانان پکې روزل کیږي."

نوموړي دا هم وویل چې د کرکټ د مینه وال کولای شي د پنځوس افغانیو په بدل کې لوبغالي ته ورشي او د خپلې خوښې لوبډله او لوبغاړي تشویق کړي.

د کرکټ یو شمېر مینه وال چې د سیالیو لیدلو ته لوبغالي ته ورغلي وايي هڅه کوي د ټولو سیالیو نندارې ته ورشي او یوه شېبه په خوښۍ تېره کړي.

د کرکټ مینه وال خان محمد چې د نن ورځې د سیالیو لیدلو ته له نږدې ورغلي ازادي راډيو ته وویل "زه له پروانه راغلی یم، له بګرام ولسوالۍ څخه. زه د مس عینک لوبډلې مینه وال یم او غواړم چې صدیق اتل او راشد خان له نږدې وګورم او تشویق یې کړم."

ایمل د کرکټ یو بل مینه وال دی. دی وايي "زه د کابل له میرویس میدان سیمې څخه راغلی یم. د سپین غر لوبډلې په ځانګړي ډول د راشد خان مینه وال یم. که څه هم هغه د نن ورځې په لوبه کې نشته خو هیله ده چې په راتلونکو لوبو کې یې ووینو."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغالی، د کرکټ مینه وال
د افغانستان د کرکټ ملي لوبغالی، د کرکټ مینه وال

د کرکټ یو شمېر افغان څارونکي وايي شپږیزه، په افغانستان کې د کرکټ د ځوانو استعدادونو د موندلو او روزلو لپاره مهم لیګ دی چې باید هر کال په منظم او سم ډول ترسره شي.

د شپږیزې لیګ به د ګسټ تر لومړۍ نېټې دوام وکړي، او هره ورځ به دوه لوبې کېږي.

له دې ډلې قسیم هلال ازادي راډيو ته وویل "شپږیزه کرکټ لیګ د ځوانو استعدادونو د موندلو او د لوبغاړو د تجربو د شریکولو لپاره یو ښه لیګ دی. په دې کې ځوان لوبغاړي له خپلو نړیوالو ستورو سره یو ځای لوبیږي او له هغوی زده کړې کوي. کرکټ بورډ هم دلته د نویو لوبغاړو په لټه کې وي، خو ستونزه داده چې ډیری وخت کرکټ بورډ بیا په دې لیګ کې ځلیدونکو لوبغاړو ته د پرمختګ چانس نه ورکوي. زما غوښتنه داده چې کرکټ بورډ باید په دې لیګ کې پر هغو لوبغاړو چې ښه لوبیږي لا ډېره پانګونه وکړي او دوی ته د پرمختګ چانس ورکړي."

نوموړی زیاتوي "کرکټ بورډ همداراز باید د دې سیالیو د ښه ترسره کېدو لپاره معیاري کارونه ترسره کړي."

ښاغلی هلال په ځانګړي ډول د پروډکشن برخې ته اشاره کوي او وايي لا هم د سیالیو د نشر په برخه ستونزې شته؛ دغه راز د مینه والو لپاره د ځانګړو ځایونو کمښت چې د هغه په خبره باید پراخه شي.

شپږیزه د افغانستان د کورنۍ کرکټ تر ټولو لوی لیګ او سیالۍ بلل کیږي.

په دې سیالیو کې د راشد خان په مشرۍ سپین غر، د رحمان الله ګربز په مشرۍ د مس عینک، د ابراهیم ځدارڼ په مشرۍ د بست، د حشمت الله شهیدي په مشرۍ د بند امیر او د عظمت الله عمر زي په مشرۍ امو لوبډلو برخه اخیستې ده.

تېر کال د دې سیالیو پای لوبه امو لوبډلې ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG