د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۴

خبرونه

پاکستان وايي، د افغان کډوالو د لنډمهالې استوګنې کارتونه نور نه تمدیدوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل، د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو د لنډمهالې استوګنې کارتونه (PoR) نور تمدید نه کړي. نوموړي خبرداری ورکړی؛ هغه افغانان به، چې له پاکستان څخه ایستل کېږي، په تور لېست کې شامل شي او بیا به پاکستان ته د ننوتو اجازه ونه لري.

محسن نقوي د جمعې په ورځ په اسلام‌‎آباد کې خبریالانو ته وویل، دا پرېکړه د پاکستان د نوې ملي تګلارې یوه برخه ده. هغه ټینګار وکړ چې له غیرقانوني مهاجرت، په ځانګړي ډول له افغان اتباعو سره به هېڅ ډول نرمي و نه شي.

نوموړي زیاته کړه: «هغو افغان اتباعو ته چې په غیرقانوني ډول په پاکستان کې اوسي، د استوګنې د تمدید اجازه نه ورکول کېږي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم څرګنده کړه چې ایران د ۲۰۲۵ کال د جولای په لومړیو لسو ورځو کې تر ۳۰۰ زره ډېر افغان اتباع ایستلي دي.

راپورونه ښيي چې پاکستان هم د روان کال له پیل راهیسې تر ۳۰۰ زره زیات افغان مهاجر ایستلي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په ایران کې ۱۵ تنه په ترافیکي پېښه کې مړه شول

په ایران کې د یوه بس د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي دي.

د ایران دولتي رسنیو د فارس ولایت د والي مسعود عابد په قول ویلي، دا پېښه په شیراز ښار کې شوې او ۲۷ نور کسان هم پکې ټپیان شوي دي.

په ایران کې د ترافیکي پېښو له امله هر کال نژدې ۱۷۰۰۰ کسان ژوند بایلي. ایران له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د ترافیکي پېښو مرګ ژوبلې پکې تر ټولو زیاتې دي.

په غزې کې ۲۶ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي

د غزې د ملکي دفاع ادارې د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې سیمې په جنوب کې دوو مرستندویه مرکزونو ته نژدې د اسراییل په بریدونو کې ۲۶ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې ویاند محمود بصل فرانس‌پرس ته ویلي، چې له دې ډلې ۲۲ تنه د خان‌یونس په جنوب لویدیځ کې، او څلور نور د رفح په شمال لوېدیځ کې وژل شوي دي.

یوه عیني شاهد ویلي: "خلک د خوړو اخیستلو لپاره راغلي وو، چې د اسراییلي سرتېرو له خوا پرې ډزې وشوې."

د اسرائیل پوځ ویلي چې د دې ادعاوو په اړه پلټنې کوي.

له هغه وخته چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د غزې جګړه پیل شوې، هلته بشري وضعیت ډېر کړکېچن شوی، تر دوه میلیونه زیات خلک له سختې لوږې او د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخامخ دي، او د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده.

د مرستو د وېش پر مهال د خلکو وژل، په تېره بیا په ډزو، اوس په یوه معمول بدل شوی دی.

په ایران کې ۳ تنه د جنسي تېري په تور اعدام شول

د ایران قضايي چارواکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې درې نارینه یې د جنسي تېري په تور د هیواد په شمال کې اعدام کړي دي.

د ایران د قضایيه قوې د خبري اژانس، میزان د راپور له مخې، د ګلستان ولایت د محکمې رئیس، حیدر آسیابي ویلي، دا حکم نن سهار د ګلستان ولایت د مرکز، ګرګان ښار په محبس کې دننه عملي شوی دی.

د ایران د قوانینو له مخې، د قتل او جنسي تېري سزا اعدام ده.

د بخښنې د نړیوال سازمان په شمول د بشري حقونو د سازمانونو په وینا، ایران له چین وروسته په نړۍ کې دوهم هېواد دی چې تر ټولو زیات اعدامونه پکې کېږي.

د سوریې په سویدا کې د وژل شویو شمېر تر ۷۰۰ واوښت

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ د شنبې په ورځ، (د جولای ۱۹مه) د دروزي ټولنې په زړه کې د تېرې اوونۍ د مرګ ژوبلو نوې شمېره اعلان کړه.

د دغه لندن مېشتيغیر حکومتي بنسټ په وینا، تر دې دمه لږ تر لږه ۷۱۸ تنه په سویدا ولایت کې وژل شوي دي.

په وژل شویو کې ۱۴۶ تنه د دروزي لږکیو وسله وال او ۲۴۵ ملکي کسان شامل دي، چې ۱۶۵ تنه‌ یې د سوریې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له‌خوا «په خپل‌سري» ډول اعدام شوي دي.

دا نښتې د ۲۸۷ دولتي سرتېرو او ۱۸ بدوي جنګیالیو د وژل کېدو سبب شوي هم دي، او درې بدویان بیا د دروزي جنګیالیو له‌خوا «په خپل‌سري» ډول اعدام شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ همداراز وايي چې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې سوریې ۱۵ دولتي سرتېري وژل شوي دي.

د سوریې د جنوب د نښتو د قربانیانو د شمېر د زیاتوالي له راپور سره هم‌مهاله، د دې هېواد ولسمشر احمد شرع د شنبې په سهار په سویدا ولایت کې د اوربند د اعلان خبر ورکړ.

اسراییل او سوریې پر اوربند سلا وکړه

په ترکیه کې د امریکا سفیر او د سوریې د چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ټام باراک اعلان وکړ چې اسرائیل او سوریه پر اوربند موافقه کړې ده.

ښاغلي باراک نن سهار (۲۸ چنګاښ) وختي په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې ولیکل چې د اسرائیل صدراعظم او د سوریې ولسمشر، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ملاتړ، پر یوه اوربند سلا شوي، چې د ترکیې، اردن او نورو ګاونډیانو له خوا یې هرکلی شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، له دروزیانو، بدویانو او سنیانو غواړي چې خپلې وسلې کېږدي، له نورو اقلیتونو سره یو ځای د یوې متحدې سوریې د جوړولو لپاره کار وکړي، او له خپلو ګاونډیانو سره په سوله او هوساینه کې ژوند وکړي.

تر اوسه په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي او نه هم د اسرائیل او سوریې چارواکو رسماً څه ویلي دي.

له بلې خوا رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو پر اساس راپور ورکړی چې د سوریې حکومت داسې انګېرلې وه چې د سوېدا سیمې ته د ځواکونو د لېږلو لپاره یې د امریکا او اسرائیل شنه اشاره ترلاسه کړې ده.

نابینا لامبوزن او ځغاستونکي ولي محمد نوري بریتانیا کې افتخاري دوکتورا ترلاسه کړه

ولي محمد نوري
ولي محمد نوري

د بریتانیا ایسپکس پوهنتون افغان نابینا ځغاستونکي او لامبو زن ولي محمد نوري ته افتخاري ډکټورا ورکړه.

دا خبر دغه پوهنتون په خپله فیس بوک پاڼه خپور کړی دی.

ولي محمد نوري ازادي راډیو سره په خبرو کې له دې امله خوښي وښوده ویې ویل، دا ډکټورا د ده د ټولو لاسته راوړونو تایدي ده.

ده وړاندې ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې دی د برېټانیا د معلولینو د ځغاستې او لامبو په ملي ټیم کې دی، هڅونکې ویناوې کوي او د بشري مرستو په برخه کې هم فعال دی.

ده د خپلو دې کارونو او فعالیتونو له امله مخکې ګڼې جایزې او مډالونه هم ګتلې دي.

ولي محمد نوري دوه لسیزې مخکې کابل کې په یوې بمي چاودنه کې ټپي او نابینا شو.

ترکیه کې د امریکا سفیر: سوریې او اسراییل له اوربند سره موافقه کړې

د ترکیې لپاره د امریکا سفیر، تام باراک، ویلي ،اسرائیل او سوریې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په ملاتړ له یو اوربند سره موافقه کړې.

تام باراک، چې د سوریې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی هم دی، د شنبې په سهار (د چنګاښ ۲۸مه) پر خپله ایکس پاڼه ولیکل: "د اسرائیلو لومړي وزیر او د سوریې ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ملاتړ، له هغه اوربند سره موافقه کړې چې د ترکیې، اردن، او نورو ګاونډیو له خوا یې هرکلی شوی دی."

باراک زیاته کړه: "موږ له درزي، بدویانو او سني وګړو غواړو چې خپلې وسلې کېږدي، د نورو اقلیتونو سره یوځای د نوې، واحدې سوري هویت د جوړېدو لپاره کار وکړي، او له خپلو ګاونډیانو سره سوله او هوساینه کې ژوند وکړي."

اسرائیل په وروستیو ورځو کې پر جنوبي سوریې بریدونه زیات کړي دي. د چهارشنبې په ورځ یې د دمشق ښار شاوخوا، د ولسمشرۍ ماڼۍ او د دفاع وزارت پر سیمو هم بریدونه وکړل.

اسرائیل څو ځله له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د سوریې درزي اقلیت خوندي وساتل شي، او دا چې د سوریې جنوب باید له پوځ او وسلو څخه خالي پاتې شي.

په تېره یوه اونۍ کې د سوریې په جنوب کې د درزي اقلیت او بدوي قبایلو ترمنځ نښتو، چې وروسته د دولتي ځواکونو مداخله هم پکې وشوه، نږدې ۶۰۰ کسان وژلي دي.

تر اوسه د اسرائیلو او سوریې چارواکو په رسمي ډول د دې موافقې په اړه څه نه دي ویلي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د تام باراک دا پیغام بیا شریک کړی دی.

 د جرمني صدراعظم: افغانستان ته د یو شمېر افغانانو په بیرته استولو کې قطر منځګړیتوب کړی

د جرمني صدراعظم، فریدریش مرڅ وايي، افغانستان ته د یو شمېر افغانانو د بېرته ستنولو عملیات "د قطر دولت په نږدې همکارۍ "ترسره شوي دي چې په وینا یې په دې چاره کې یې "د منځګړي رول لوبولی دی. "

نوموړې د جمعې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه قطر په سېمه کې ، یو باوري او ستراتیژیک شریک بللی او د قطر له امیر څخه یې مننه کړې ده.

جرمني د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې یو اتیا تنه افغانان چې په جرمونو کې ککړ و، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته یې استولي دي. جرمني تر دې مخکې هم څو ډلې په جرمونو کې ښکیل افغانان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته استولي دي چې د بشري حقونو د څار ‌ډلو یې دا چاره غندلې.

د جرمني صدراعظم تر دې مخکې د جمعې په ورځ په برلین کې خبریالانو ته وویل چې افغانستان ته په جرمونو کې د ککړو افغانانو بیرته ستنول د طالبانو د حکومت په وړاندې د جرمني په دریځ کې د بدلون یا د طالبانو د حکومت د په رسمیت پیژندو په معنی نه ده .

ریچارډ بینیټ: متحده عربي امارات دې افغانان له خپلې خاورې نه باسي

Afghanistan
Afghanistan

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ، د جمعې په ورځ د هغو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه چې وايي یو شمېر افغان وګړي ښايي ډېر ژر له متحده عربي اماراتو څخه وایستل شي.

بېنېټ چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت څارنه کوي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: "زه د هغو راپورونو له امله سخت اندېښمن یم چې وایي له اماراتو څخه د یو شمېر له خطر سره مخ افغانانو د شړلو چمتووالی روان دی."

نوموړې د متحده عربي اماراتو غوښتي چې دا پلانونه دې سملاسي ودروي. ځکه چې د ریچارډ بینیټ په وینا "افغانستان خوندي نه دی، او هغه کسان چې په زور ورستنیدو ته اړ کیږي، له جدي ځورونې او تاوتریخوالي سره مخ دي."

دا خبرداری له هغې ګډې اعلامیې وروسته راغلی چې پکې بېنېټ او د ملګرو ملتونو نورو ځانګړو راپور ورکوونکو د ایران او پاکستان له‌خوا د افغان وګړو د پرلپسې جبري شړلو غندنه کړې وه.

په اعلامیه کې راغلي: "د ملګرو ملتونو کارپوهان له ایران او پاکستان څخه د افغان وګړو د جبري ستنولو لړۍ غندي." هغوی ټینګار کړی چې جبري ستنول باید سمدلاسه ودرول شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر ټولو حکومتونو غږ کړی چې خپل نړیوال مکلفیتونه دې رعایت کړي، او تر هغو چې په افغانستان کې د داوطلبانه، خوندي او باعزته ستنېدنې شرایط برابر شوي نه وي، افغان کډوالو او پناه‌غوښتونکو ته دې بشپړ تحفظ ورکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG