د شپږیزې کرکټ لیګ (SCL) لسم پړاو نن (شنبې) د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې پیل شو.
په دې سیالیو کې د افغانستان د بېلابېلو سیمو پنځه لوبډلې ګډون کوي.
سپینغر، بند امیر، آمو، مسعینک، او بُست لوبډلې، چې د هیواد په بیلابیلو زونونو پورې تړاو بري، په دې سیالیو کې له یو بل سره مخامخ کېږي.
لومړۍ یا پرانستونکې سیالي د امو او بست لوبډلو ترمنځ وشوه.
دا تورنمنټ به د اګست تر لومړۍ نېټې پورې دوام ولري. تېر کال د شپږیږې اتلولي امو ګټلې وه.