د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۰

د امریکا دوو استخباراتي سرچینو د اسراییل په بریدونو کې د پزشکیان ټپي کېدا تایید کړې


د امریکا د متحدوایالتونو«دوو استخباراتي سرچینو» تایید کړې چې د اسراییل د بریدونو په ترڅ کې د ایران د ولسمشر، مسعود پزشکیان، د ټپي کېدو خبرونه رښتیا دي.

د امریکا CBS شبکې د پنجشنبې په ماښام (۲۶ چنګاښ/سرطان) راپور ورکړ چې دوو امریکایي استخباراتي چارواکو ورته ویلي، د ایران د رسنیو راپورونه چې پزشکیان د اسراییل د بمبارۍ له امله ټپي شوی، حقیقت لري.

د فارس او ایرنا دولتي خبري اژانسونو روانه اوونۍ راپور ورکړ چې دا پېښه د ایران او اسرائیل ترمنځ د جګړې په څلورمه ورځ (دوشنبه ۲۶ جوزا) رامنځته شوې. دوی ویلي، د ملي امنیت د عالي شورا پر پټه ناسته چې د تهران «په یوه خوندي ځای کې» روانه وه، د اسراییل له لوري بمباري وشوه او ولسمشر پزشکیان له غونډې په بیړه د وتلو په مهال «برسېرن ټپي» شو.

پزشکیان دوې اوونۍ مخکې په یوه مرکه کې امریکايي ژورنالیست ټاکر کارلسن ته ویلي و چې «اسراییل» غوښتل دی ووژني، خو ناکام شول.

نورنیوز، چې د ایران په ملي امنیت شورا پورې تړاو لري، ویلي دغه ناسته په یوه شدیداً ساتل شوي ځای کې ترسره کېده، خو «حتی اضطراري لارې هم په نښه شوې وې»، چې دا ښيي بریدکوونکي د وتلو د لارو په اړه هم معلومات لرل.

د برید له امله ځیني نور چارواکي هم له تنفسي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د برید ویډیو چې د چیتګر په باقري مېنه کې اخیستل شوې، ډېر شمېر خلکو کتلې ده. وروسته، دولتي تلویزیون هماغه ویډیو د ایران له لوري پر اسرائیل د برید په نوم خپره کړې وه.

تر اوسه اسراییلي چارواکو د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.

دا پېښه، که رښتیا وي، ښيي چې د اسرائیل استخباراتي او پوځي قدرت دومره ډېر دی چې د ایران تر ټولو پټې امنیتي ناستې هم ویشتلی شي — او دا د تهران د امنیتي کړیو لپاره یو لوی خبرداری بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG