د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

د ولسي جرګې په ۱۶ دوره کې د لغمان استازی: طالبانو  په مهترلام کې زما کور ته اور اچولی


لغمان؛ طالبان
لغمان؛ طالبان

د افغانستان د ولسي جرګې په شپاړسمې دوره کې د لغمان د خلکو استازی نقیب الله محبت ادعا کوي چې طالبانو په مهترلام ښار کې د هغه کور ته اور اچولی دی، هغه ادعا چې طالبان یې ناسمه یادوي.

ښاغلي محبت ازادي راډیو ته د یو شمېر ویډیوګانو په لېږلو سره دا ادعا کړې چې د جمعه په ورځ شااوخوا د شپې دوه نیمې بجې طالبانو مهترلام ښار کې د ده کور محاصره کړی.

نوموړی وایي چې د دې پېښې په مهال هغه او کورنې یې کابل کې وه خو یوه لور یې په کور کې وه چې په پېښه کې ورته کوم زیان نه دی رسیدلی.

ښاغلي محبت وویل چې هغه په خپل کور کې یوه مدرسه هم جوړه کړې وه چې سلګونه ماشومانو په کې دیني زده کړې کولې خو په خبره یې، په دغه پېښه کې د مدرسې ډیری دیني کتابونه هم سو ځېدلي دي.

په ویډیوګانو کې هم لیدل کېږي چې یو شمیر دیني کتابونو اور اخیستی .

محبت وایي:" موږ کډه شوي یو او کابل کې اوسېږو؛ ما ترجیه ورکړه چې کابل کې اوسمه او خپل ولس سره اوسیږم ځکه ما خلکو ته خدمت کړی نو ولې وطن پرېږدمه. زه حساب ته حاضر یمه خو دا چې زما کور سوځول کېږي ګیله مې دا ده چې ما څه ګناه کړې ده؟ که زه مجرم یمه خو کابل کې اوسېږمه راځئ چې حساب وکړو"

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، چې دا پېښه د شخصي خصومت له امله شوې.

د نوموړي په خبره، کسان یې معلوم او تعقیب دي.

مجاهد وایي:" هغه کوم شخصي خصومت درلود؛ بیا کله چې دی په کور کې نه و دښمنان ېې ورغلي او د ده کور ته ېې اور اچولی؛ کسان یې معلوم دي او تعقیب دي"

خو نقیب الله محبت بیا هم په خپله ادعا ولاړ دی وايي، دا پېښه د طالبانو له خوا شوې او ېوه قصدي پېښه ده.

نوموړی دا ادعا هم کوي چې تر دې وړاندې طالبانو د هغه د دوه نورو ورونو ذاهدالله او حاجي نعمت الله کورونو ته هم اور اچولی دی.

XS
SM
MD
LG